د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کې د رایو شمېرل پیل شوي، اردوغان تر خپلو سیالانو مخکې ښودل کېږي 


Turkey Elections
Turkey Elections

د ترکیې دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د شمېرنې په پیل کې رجب طیب اردوغان له خپلو نورو سیالانو مخکې دی. خو داسې ښکاري چې وروستۍ پایله به بدله شي.

د ترکیې د رسمي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، تر اوسه یوازې ۳۴،۴ سلنه رایې شمېرل شوې دي، چې له مخې یې رجب طیب اردوغان ۵۳،۲ سلنه رایې ګټلي او کمال کلیچداراوغلو ۴۰،۹ سلنه رایې خپلې کړې دي.

داسې ښکاري چې دا شمېرل شوې رایې د ترکیې له شمال او ختیځ څخه وې، هغه سیمې چې په پراخه کچه د اردوغان پلوي دي.

د قلیچداراغلو د جمهوري غوښتونکو ګوند یو ویاند وویل چې د اپوزیسیون د ګوند داخلي شمیرنې مثبتې پایلې ښیې.

هغه زياته کړه، چې د دغه ګوند د معلوماتو له مخې په رايو کې مثبتې نښې ليدل کېږي او هغوی به هغه مهال شمیرې وړاندې کړي، چې د پرانيستل شويو صندوقونو شمېر د پام وړ کچې ته ورسېږي.

اکرم امام اوغلو، د استانبول ښاروال چې د قلیچدار د بریا په صورت کې به د هغه د مرستیال په توګه معرفي شي، له خلکو وغوښتل چې د دولتي انادولو اژانس لخوا په وړاندې شويو ارقامو باور ونه کړي.

د ټاکنو څخه دمخه اکثرو ټولپوښتنو ښودلې چې قلیچداراوغلو لږ مخکښ دی او نږدې ۵۰ سلنه رایې لري، هغه شمیره چې د دوهم پړاو ټاکنو د مخنیوي لپاره ورته اړتیا ده.

د ترکیې د ټاکنو پایلې د ناټو غړو هېوادونو، اروپا، منځني ختیځ، امریکا او د سیمې د هېوادونو لپاره مهمې دي.

که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي، اردوغان به د می میاشتې تر ۲۸ پورې وخت ولري چې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د ګټلو لپاره به لا زیات کار وکړي.

د ترکیې په اوسنیو ټاکنو کې ۶۴ میلیونه کسانو نوم لیکنه کړې وه. په تېرو ټاکنو کې اردوغان د ۵۲،۳ سلنه رایو په ګټلو بریالی شوی و.

په ترکیه کې د رای ورکولو مرکزونه د مازدیګر په ۵ بجو وتړل شول او تمه ده چې لومړنۍ پایلې به په ځايي وخت د شپې تر ۹ بجو اعلان شي.

په پارلماني ټاکنو کې ټولپوښتنې ښيي چې د اردوغان ښي اړخه ایتلاف به د ۶۰۰ څوکیو اکثریت وګټي.

XS
SM
MD
LG