د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د حماس له مشر سره له کتنې وروسته د فلسطین د یووالي غوښتنه وکړه


د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ وویل چې رجب طیب اردوغان په استانبول کې د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل
د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ وویل چې رجب طیب اردوغان په استانبول کې د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره وکتل

د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ نیټه) وویل چې رجب طیب اردوغان په استانبول کې د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره له څو ساعته خبرو وروسته پر فلسطینیانو غږ وکړ چې یوموټي شي.

اردوغان چې ویې نشو کړای د غزې د شخړې په منځګړیتوب کې ښکیل شي د هنیه سره له دوه نیم ساعته لیدنې وروسته د فلسطینیانو اتحاد په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې د روانې جګړې په شرایطو کې یووالی "خورا اړین" وباله.

د ترکیې د جمهوري ریاست د اعلامیې په اساس اردوغان وویل: "اسرائیل ته تر ټولو قوي ځواب او د بریا لاره په یووالي او یو موټي کیدو کې ده."

حماس چې د متحده ایالاتو، اروپایي اتحادیې او اسرائیل لخوا د تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی، د فتح ډلې سیال دی چې په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په نیمه خپلواک فلسطیني ادارې حکومت کوي.

د یوې پراخې سیمه ایزې جګړې د زیاتیدو په ویرې، اردوغان وویل چې د ایران او اسرائیل ترمنځ وروستي پیښې باید اسرائیل ته اجازه ورنکړي چې "پر مخ لاړ شي او دا مهمه ده چې په داسې توګه عمل وشي چې په غزې تمرکز وساتل شي. "

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کتز د اردوغان او هنیه غونډه غندلې او په ایکس په ټولنیزه شبکه یې لیکلي دي: "د اخوان المسلمین ایتلاف: تیری، قتل، جسدونو ته بې حرمتي او د ماشومانو سوځول. اردوغان، شرم وکړی!"

حماس په ۱۹۸۷ کال کې د اخوان المسلمین د غړو له خوا تاسیس شو.

د قطر په اعلان سره چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د منځګړي په توګه به خپل رول ارزوي، اردوغان د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دوحې ته واستاوه ترڅو وښيي چې هغه د غزې په جګړه کې د رول لرلو غوښتونکی دی.

خو داسې ښکاري چې اردوغان په غزه کې د اسرائیل او د هغه د اقداماتو په څرګندې غندنې سره یوازې کولای شي دمینځګړي په توګه د یو "ډیر محدود" رول تمه ولري.

اردوغان د چهار شنبې په ورځ د هنیه د سفر د اعلانولو پر مهال وویل: "حتی که زه یوازې طیب اردوغان پاتې شم، تر هغه چې خدای ماته ژوند راکړی، زه به د فلسطین له مبارزو او د مظلومو فلسطینیانو د غږ دفاع کوم."

اردوغان چې له حماس سره دوستانه اړیکې لري، په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل سخت منتقد شوی دی.

اردوغان اسرائیل یو "ترهګر هیواد" بللی او په غزه کې یې په نسل وژنې تورن کړی دی. هغه همداشان حماس هغه «مجاهدین» بللی چې د خپلې خاورې لپاره جنګیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG