د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان هنیه ته د اسرائيل په برید کې د هغه د زامنو د وژل کېدو تسلیت ووایه


رجب طیب اردوغان له اسماعیل هنیه سره
رجب طیب اردوغان له اسماعیل هنیه سره

په غزې کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه د دریو زامنو له وژل کېدو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه ته زنګ وهلی او تسلیت یې ورته ویلی دی.

د ترکیې د جمهوري ریاست د اعلامیې په اساس چې نن چهارشنبه اپریل لسمه (حمل۲۲) خپره کړې ده، اردوغان هنیه ته ویلي‌ دي چې اسرائیل به د «بشریت ضد جرمونو» په اړه پوښتل کېږي.

هنیه په قطر کې ژوند کوي، نوموړي د الجزیرې تلویزون ته ویلي دي‌ چې په دې برید کې یې درې زامن وژلي دي. د حماس ډله وايي چې په برید کې د هینه څلور لمسیان یې هم وژل شوي‌ دي. حماس وايي برید د هغوی په موټر کړی دی.

اسرائيل وايي چې پوځ یې په د حماس درې غړي، چې غوښتل یې «تروریستي اعمال» ترسره کړي، وژلي دي.

دا برید داسې مهال کېږي چې د امریکا، مصر او قطر په مشرۍ د اسرائيل او حماس تر منځ د سولې او یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه د خبرو د پیل کوم څرک نه لېدل کېږي.

نوموړي‌ وویل چې دا برید نه شي کولای حماس له اسرائیل سره کومې موافقې او د یرغمل شویو خوشې کېدو ته مجبور کړي.

اردوغان له حماس سره ښه روابط لري او د غزې د جکړې له پيل راهېسې د اسرائیل سخت منتقد دی. هغه اسرائیل یو «ترهګر هېواد» یاد کړی او په نسل وژنې یې تورن کړی دی.

د تېرکال اکتوبر په ۲۳ نېټه د حماس ډلې په اسرائیل باندې برید وکړ او د مقاماتو په وینا ۱۱۶۰ تنه یې ووژل او ۲۴۰ نور یرغمل کړل.

اسرائيل یې په ځواب کې په غزې باندې ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړي‌ دي، چې په غزې کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت په وینا تر دې دمه یې څه باندې ۳۳۰۰۰ کسان،‌ چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG