د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان پوتین ته: سوریې ته د بشري مرستو د لیږدولو لارې مه بندوئ 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغوښتل چې سوریې ته له ترکیې څخه د بشري مرستو د لیږدولو د اجازې موده وغځوي.

دا پداسې حال کې دي چې دپلوماتان هڅه کوي چې د روسیې له خوا سوریې ته د بشري مرستو د لیږدولو د مخنیوي په صورت کې ددې ستونزې لپاره یوه حل لاره ومومي.

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر اردوغان د خپل روسي سیال سره په تیلفوني مکالمه کې د پولې له اخوا څخه د مرستو رسولو د یو مکانیزم پر شتون ټینګار کړی دی.

د ترکیې او روسیې ترمنځ د باب‌الهوا سرحدي پوله یواځینۍ لار ده چې د ملګرو ملتونو مرستې پرته له دې چې د سوریې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو څخه تیرې شي د سوریې ملکي وکړو ته رسول کیږي.

روسیه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، قوي متحد هیواد دی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو وړاندیز ته په رایه اچونه کې یې د ویتو له واک نه کار واخیست چې د یو بل کال لپاره یې د باب‌الهوا د سرحدي پولې د پرانیستي پاته کیدو غوښتنه کوله.


دغه په ټپه دریدلی حالت هغه وخت رامنځته شو چې پر اوکراین باندې د مسکو د پوځي یرغل په نتیجه کې د لویدیځ هیوادونو او روسیې ترمنځ کړکیچ په بیسارې توګه زیات شوی دی.

خو بیا هم یو شمیر منابعو ویلي دي چې د لویدیځ د وړاندیز شوې طرحې سره د روسیې د مخالفت سره سره بیا هم کیدای شي په روانه اوونۍ کې د باب‌الهوا سرحدي دروازې له لارې د مرستو رسولو د ماموریت د غځولو په اړه د امنیت شورا رای ګیري وکړي.

ولسمشر اردوغان هڅه کړې چې د روسیې د ولسمشر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د ښو کاري اړیکو د درلودولو څځه د دواړو هیوادونو ترمنځ د دښمنۍ د راکمولو لپاره استفاده وکړي.

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر ویلي چې ښاغلي اردوغان همداشان له ښاغلي پوتین غوښتي چې د تورې بحیرې له لارې په اوکراین کې د ګیر پاته غنمو او غلو د صادراتو په اړه "عملي اقدام" وکړي.

ملګرو ملتونو یوه طرحه وړاندیز کړې چې د اوکراین څخه د غذایي موادو صادرات اسان شي او په توره بحیره کې یوه امنه لاره رامنځته شي. روسیې د اوکراین د صادراتو د مخنیوي لپاره د تورې بحیرې لارې چې اوکراین وصل کوي په ماینونو ډکې کړې دي.

د اوکراین حکومت د غلو په غلاکولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې مسکو نورو هیوادونو ته د اوکراین د غله جاتو د صادراتو په مخنیوي سره په نړۍ کې د غذایي توکیو د اوسني کمښت لامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG