د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتېرش نړۍ کې د غذايي بحران کمولو لپاره د پریکنده اقدام غوښتنه وکړه


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش

په داسې حال کې چې د اوکراین د جګړې له کبله په نړۍ کې د خوړو او انرژۍ مارکیټونه زیانمن شوي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش نن چهارشنبه جون لومړۍ (غبرګولي ۱۱) د «خوړو د ثابت بهیر» ساتلو لپاره د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه.

ښاغلي ګوتېرش چې په ستاکهولم کې خبرې کولې وویل په اوکراین باندي یې د روسیې یرغل وغنده او هغه یې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف وګاڼه او وویل چې دا جګړه «باید همدا اوس ختمه شي».

په همدې حال کې د پرتګال یو دپلومات خبریالانو ته ویلي دي چې د اوکراین د جکړې له کبله یوازې هغه هېواد «وران او ویجاړ» شوی نه دی بلکې، « په نړۍ کې یې د خوړو، انرژۍ او مالي برخو کې هم بحرانونه زېږولي» دي چې اسیپ پذیره خلک نور هم زیانمنوي.

ښاغلي ګوتېرش د خوړو او غذا د تولید او انتقال د بهیر د ثابت ساتلو لپاره د پرېکنده اقدام غوښتنه وکړه او وویل چې باید «صادراتي بندیزونه لېرې شي، اسیب پذیره ټولنو/خلکو ته اضافي [مواد] او زېرمې ځانګړې شي او د مارکیت د بې ثباتۍ د ارامولو لپاره د خوراکي موادو د بیو لوړېدو» ستونزه حل شي.

هغه زیاته کړه چې د جګړې په مهال د «اوکراین د خوړو د تولید له ګډون او د نړۍ مارکیټ ته د روسیې له لوري د خوړو او سرو له تولید پرته د غذا بحران ته کوم اغیزناک حل» نشته.

روسیه او اوکراین د نړۍ ۳۰ سلنه غنم اکمالوي. په همدې حال کې د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د «جګړې د وسلې» په توګه د غلو دانو د استعمال په ضد خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې باید «هره هڅه وشي غذا ته [د لاسرسي] نړیوال حق تضمین» شي.

تېره ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې په نړۍ کې د غذا د مخ په زیاتېدونکيو بحرانونو حل د لویدیځ او کیف کار دی.

نوموړي بحرین ته په خپل سفر کې وویل چې د لویدیځ هېوادونو « د روسیې بېړیو ته خپل سرحدونه تړلي او د لوژیستیک او مالي برخې لړۍ یې ټکنۍ» کړې ده.

نوموړي همدغه راز له اوکراین څخه وغوښتل چې د خپل قلمرو اوبه له ماینونو پاک کړي چې د تورې او ازوف بحیرې څخه کښتیو ته خوندي لار پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG