د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان په سوریه کې د ځمکني عملیاتو د 'ژر پیلیدو' خبرداری ورکړ  


رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ۱) وویل چې ژر به په سوریه کې د کردي یاغیانو د ځپلو لپاره ځمکني پوځي عملیات پيل کړي.

ښاغلي اردوغان د ارتوین په ایالت کې په یوې غونډې کې وویل: «څو ورځې کېږي چې موږ د خپلو الوتکو، توپونو او بې پیلوټه الوتکو په مرسته د ترهګرو په سر ولاړ یو.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي اردوغان همدغه راز وویل چې په سوریې کې به ژر ځمکني عملیات هم پیل کړي.

هغه زیاته کړه: « که د خدای رضا وه، ژر به یې په خپلو ټانکونو، توپخانو او سرتېرو باندې رېښې وباسو.»

ښاغلي اردوغان دا څرګندونې له سوریې سره سرحد ته نژدې د ترکیې په خاورې باندې د توغندیو د بریدونو څخه یوه ورځ وروسته وکړې.

د ترکیې د اناتولي دولتي اژانس د راپور په اساس دا توغندي د ګازینتپ ایالت د کارکمیس په ښار ګوټي کې په یو ښوونځي، دوو کورونو او یو موټر لګېدلي دي.

دا برید په سوریه کې د کردي یاغیانو په اهدافو باندې د ترکیې د وړمې ورځې له هوايي برید څخه وروسته شوی چې شاوخوا ۳۰ تنه یې ووژل.

په لندن کې مېشته د سوریې د بشري‌ حقونو څار ډلې ویلي دي د ترکیې هوايي ځواکونو د سوریې په شمال کې د راقه، حسکه او الیپو په ولایتونو کې د کردي یاغیانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د ترکیې دا بریدونه د استانبول د استقلال په څلور لارې کې له بمي چاودنې یوه اونۍ وروسته کېږي. په دغې چاودنې کې د چارواکو په خبره شپږ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول. ترکیه وایي د برید په تور یې یوه ښځه نیولې ده او نیول شوې ښځې اعتراف کړی دی چې د «پی کی کی» غړې وه، خو دغې ډلې دا تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG