د لاس رسي وړ اتصالات

کردي یاغیانو په ترکیې د توغندیو بریدونه کړي او ۳ تنه یې وژلي- مقامات


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په ترکیه کې چارواکي وايي چې نن دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) له سوریې سره په سرحد کې د کردي مشکوکو یاغیانو د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل دي.

د ترکیې د اناتولي دولتي اژانس د راپور په اساس، توغندي له سوریې سره سرحدي دروازې ته نژدې د ګازینتپ ایالت د کارکمیس په ښار ګوټي کې په یو ښوونځي، دوو کورونو او یو موټر لګېدلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سولیو ویلي دي چې په وژل شویو کسانو کې یو ښوونکی او یو ماشوم شامل دي.

د اسوشیتډپرس د راپور په اساس، ښاغلي سولیو ویلي دي چې د کردي یاغیانو د توغندیو په یو بل جلا برید کې د کیلیس سرحدي سیمې ته نژدې یو سرتېری او اوه پولیس ژوبل شوي او «ترکیه به د دغو بریدونو قوي ځواب» ووايي.

دا برید په سوریه کې د کردي یاغیانو په اهدافو باندې د ترکیې د تېرې ورځې له هوايي برید څخه وروسته شوی چې شاوخوا ۳۰ تنه یې ووژل.

په لندن کې مېشته د سوریې د بشري‌ حقونو څار ډلې ویلي دي چې د کردي یاغیانو په مشرۍ د سوریې دموکراتیک ځواک په سوریه کې له خپلو مرکزونو څخه په ترکیې باندې توغندي توغوي.

تېره ورځ دغې ډلې ویلي وو چې د ترکیې هوايي ځواکونو د سوریې په شمال کې د راقه، حسکه او الیپو په ولایتونو کې د کردي یاغیانو په مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د څار ډله وايي په بریدونو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې د دموکراتیک ځواک ۱۸ غړي، د سوریې د پوځ ۱۲ غړي او یو خبریال وژل شوي دي.

د سوریې په شمال کې د کردانو خپلواکې ادارې بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹ تنه ښودلی و.

د رویټرز خبري اژانس د ترکي چارواکو له خولې لیکلي دي چې په سوریې او عراق کې یې د کردستان د کارګر ګوند «پي کې کې» په مرکزونو بریدونه کړي، وايي له دغو مرکزونو څخه د ترکیې په خاورې باندې د «ترهګریز» برید لپاره کار اخیستل کېده.

د ترکیې دا بریدونه د استانبول د استقلال په څلور لارې کې له بمي چاودنې یوه اونۍ وروسته کېږي. په دغې چاودنې کې د چارواکو په خبره، شپږ تنه ووژل شول او ۱۸ نور ژوبل شول. ترکیه وایي د برید په تور یې یوه ښځه نیولې ده او نیول شوې ښځې اعتراف کړی دی چې د «پی کې کې» غړې وه، خو دغې ډلې دا تور رد کړی دی.

د سوریې دموکراتیک ځواک ویلي دي چې د ترکیې دا بریدونه به بې ځوابه نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG