اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ځمکني ماینونو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې په افغانستان کې د ماین پاکولو د هڅو ننګه کوي.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکولو د ادارې د شمېرو په اساس، له ۱۹۸۹ کال راهیسې، څه باندې ۴۵زره افغان ملکي وګړي د ماینونو او د جګړو څخه پاتې شويو ناچاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
اروپایي ټولنې د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۶) پخپل وېب پاڼه کې لیکلي: "اروپایي ټولنه په افغانستان کې د هلو ټرست په څېر د شریکو سازمانونو له لارې د بشردوستانه ماین پاکولو ملاتړ کوي چې ځمکې یوځل بیا خوندي شي."
د دې ټولنې په وینا، په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاتې ناچاودېدونکو توکو په اړه د خلکو پوهاوی او همغږه اقدام کولی شي چې د ډېرو انسانانو ژوند وژغوري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په دې وروستیو کې په یو راپور کې ویلي وو چې افغانستان په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې د جګړو څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي په کې ډېر خلک وژني، او دا مواد په پراخه کچه اوس هم په دې هېواد کې موجود دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د یو وروستي راپور په اساس، هره میاشت شاوخوا ۵۴ کسان په افغانستان کې د جګړې څخه د پاتې شویو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د "ځمکنيو ماینونو د څار ادارې" په خپل ۲۰۲۵ راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کې ۶۲۴ کسان په افغانستان کې د ماینونو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و چې له دې ډلې څخه ۷۷فیصه قربانیان ماشومان وو.
یوناما وايي چې په افغانستان کې د چاودېدونکو موادو او ماینونو د پاکولو لپاره لا زیاتو ماین پاک کوونکو ته اړتیا ده.
د یوناما د ماین پاکوونې د څانګې مشر، نېک پانډ، په وینا: "په ۲۰۱۱ کې ۱۵زره کسانو د ماین پاکوونې په برخې کې کار کولو، اوس یوازې ۱۳۰۰ کسان کار کوي."
د طالبانو حکومت د پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د معلوماتو په اساس، تېر کال په ټول افغانستان کې د ناچاودېدلو مهماتو اړوندو پېښو کې لږ تر لږه ۸۷ کسان وژل شوي او ۳۳ ۳ تنه نور ټپیان شوي وو.
دې ادارې ویلي چې په دې موده کې په ټول هیواد کې د ناچاودېدلو بمونو او ماینونو اړوند ۱۹۳ پېښې ثبت شوې دي.
ملګرو ملتونو د ماینونو پاکولو په برخه کې د ښکېلو غیردولتي موسسو لپاره د خپل مالي ملاتړ پر دوام او د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره یې د باثباته نړیوالو مرستو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی
فورم \ دبحث خونه