د لاس رسي وړ اتصالات

مهاجر په بایسکلونو اروپا ته ځي


مهاجر په شمالي قطب کې د روسیې او ناروی ترمنځ سرحدي سیمه
مهاجر په شمالي قطب کې د روسیې او ناروی ترمنځ سرحدي سیمه

یو شمیر پناه غوښتونکي د سختې سړې هوا په زغملو سره د روسیې له لارې په بایسکلونو ځان ناروې ته رسوي چې د اروپایي ټولنې یو بډایی هیواد دی.

دا چې د روسیې د قانون له مخې څوک د هغه هیواد سرحدي سیمې ته پر پښو مزل نه شي کولای او د ناورې د قانون له مخې د قانوني اسنادو نه لرونکو خلکو سره مرسته غیرقانوني عمل دی نو یو شمیر مهاجر دې ته اړ دي چې د خپل سفر وروستی پړاو په بایسکل ووهي.

هغوی چې د شمالي قطب د مورمانسک د بندر له لارې سفر کوي زیات یې د سوریې اوسیدونکي دي خو افغانان او پاکستانیان هم په کې شامل دي. یوې منبع د رویترز اژانس ته ویلي دي چې په دې وروستیو کې د سرحد څخه د تیریدو لپاره د بایسکلونو کموالی ددغو مهاجرو مهاجرو گڼه گوڼه راکمه کړې ده.

یو شمیر چې د ناروی سرحدي پولې ته رسیدلي وایي افغانان دي او له جگړو څخه تښتیدلي دي. یو شمیر یې هڅه کړې چې په غیر قانوني توگه د سرحدي دروازې څخه یو څه لېرې له سرحد تیر شي، خو د سرچینې په وینا نیول شوي او جریمه شوي دي.

د عثمان عالمي په نوم یو افغان وایي هغه ډله چې دی په کې شامل شو ١٧ کیلو میتره یې د روسیې تر سرحدي پولې پورې په بایسکل مزل کړی دی " مونږ ١٧ کیلومیتره په بایسکل مزل وکړ او بالاخره سرحد ته راورسیدو. مونږ دلته راغلو چې خروجي ویزه واخلو او ناروی ته تیر شو."

مهاجر له روسیې څخه ناروی ته په بایسکلونو اوړي
مهاجر له روسیې څخه ناروی ته په بایسکلونو اوړي

ښاغلی عالمي وایي په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ و، نو مسکو ته راغی او غواړي داسې ځای ته لاړ شي چې په سوله کې ژوند وکړي.

مهاجر په نیکل نوې سیمه کې چې د تیرې اونۍ د واورو له توپان وروسته په کې د حرارت درجه د صفر ده، په هوټلونو او لیلیو کې ژوند کوي.

یو بل افغان مهاجر چې قیس فریدون نومیږي او له مسکو څخه دې سیمې ته راغلی وایي نیکل ته د رارسیدو سره سم هغه هڅه وکړه چې سمدستي یو بایسکل وپیري. هغه په روسي ژبه وویل چې بله لار نشته مونږ باید ناروی ته لاړ شو.

د شمالي قطب لار د مدیترانې د بحیرې د سمندري لارې په پرتله اروپا ته د رسیدو لپاره اوږده لار ده، خو مهاجر فکر کوي چې دا لار امن ده.

هغه مهاجر چې په ناروی کې پناه غواړي د هغوی د درخواستونو له ارزونې دمخه د ثبتولو لپاره د هغه هیواد مرکز اوسلو ته لیږدول کیږي.

دا رپوټ وروسته له هغې خپریږي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو سازمان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اکتبر په میاشت کې ٢١٨٠٠٠ مهاجر د مدیترانې له لارې اروپا تللي دي، دا شمیر د هغو مهاجرو له شمیر څخه اوچته ده چې په ٢٠١۴ کې ددې لارې اروپا ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG