د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: د دوستم- ایشچي په قضیه کې باید معافیت ځای ونه لري


د جوزجان پخوانی والي ایشچي وايي تیره یکشنبه په کابل کې محکمې په دې قضیه د غور لپاره خپله لومړۍ غونډه جوړه کړې وه.

د دوستم-ایشچي د قضیې د څیړلو په هکله په کابل کې د امریکا د شاردافیر د جدي غوښتنې وروسته د پنجشنبې په ورځ اروپایي ټولنې او ناروی هم له افغان حکومت څخه ددې قضیې د شفافه څیړلو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر وایي " اروپایي ټولنه، په افغانستان کې د دې ټولنې غړي هیوادونه او ناروې د افغانستان د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم باندې د بشري حقونو څخه د جدي سرغړونې او سو استفادې د لګیدلو ادعاو په اړه چې ویل کیږي د هغه له خوا ترسره شوي، پر وخت د پلټنو د بشپړیدو غوښتونکې ده".

د دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې پر وخت د دغو پلټونو د بشپړیدو د غوښتنې سربیره ویل شوي چې باید په دې قضیه کې د معافیت له فرهنگ نه کار وانخستل شي.

اروپایي ټولنه، په افغانستان کې د دې ټولنې غړي هیوادونه او ناروې، له ټولو افغانانو غواړي، چې قانون ته په درناوي، پرته د ټولنیز موقف څخه د سولې، ثبات او ډیموکراسۍ د ودې لپاره کار وکړي.

د اروپایي ټولنې وړاندې په کابل کې د امریکا د سفارت شاردافیر هم له افغان حکومت څخه په جدي توګه د جنرال عبدالرشید دوستم او احمد ایشچي د قضیې د هر اړخیزو پلټنو د دوام غوښتنه کړې وه.

سفیر هوګو لارنس د افغانستان د جمهور رئیس د لومړي مرستیال پر خلاف د جنسي تیري تورونه ډیر جدي بللي وو.

ښاغلي لارنس ویلي " بیا وایم په کار ده چې دې ته په بشپړه توګه د یوې حقوقي قضیې په توګه وکتل شي، د قضیې د سیاسي کولو هره هڅه او یا د قومي تاوتریخوالي لپاره کارول یې په افغانستان کې د قانون حاکمیت او سولې ته زیان رسوي. زه په دې باور یم چې افغان چارواکي باید دا قضیه پرمخ بوځي او تر سیاسي فشارونو لاندې رانه شي، عادلانه او خپلوک عدلي او قضایي سیستم د یوې دیموکراتیکي ټولنې اساس دی".

تر اوسه لا د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر د اروپايی ټولنې دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو په کابل کې د لومړي مرستیال دفتر تیره ورځ په یو بیان کې ویلي، چې په دې روانه قضیه کې پخپله جنرال عبدالرشید دوستم ښکیل نه دی، بلکې د لومړي مرستیال د دفتر د بیان له مخې په دغه قضیه کې د هغه څو تنه سرتیري ښکیل دي.

د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند یو ویاند او د ولسي جرګې غړي بشیر احمد ته ینج امریکا غږ سره په مرکه کې په کابل کې د امریکا د سفارت د شاردافیر سفیر هوګو لارنس څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بللې ده.

ښاغلي ته ینج وویل " په کابل کې د امریکا د سفارت سفیر په غیرې مسولانه ډول وویل چې قضیه په جدي توګه وڅیړل شي او په دې مسلو یې ټینګار وکړ، په داسې حال کې چې افغاسنتان خپل خپلواک عدلي او قضايي ادارې لري، د ديپلوماتانو شخصي او غیرمسولانه څرګندونې نه یوازې دا چې په افغانستان کې عدالت ټینګیدو سره مرسته نه کوي بلکې د افغانستان په چارو کې څرګنده لاس وهنه ده چې د خلکو ذهنیت خرابوي".

ښاغلي ته ینج وویل چې دا ډول څرګندونې د افغانستان او امریکا پر اړیکو هم ناوړه اغیز کولی شي.

د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي او د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د قضیې په اړه دا نوي غبرګونونه په داسې حال کې رامنځ ته شوي، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د دې قضیې د پلټنو د بشپړیدو اعلان کړی او ویلي دي چې دا دوسیه یې یوه میاشت مخکې سترې محکمې ته استولې ده.

پخپله احمد ایشچې امریکا غږ ته وویل چې د تیرې یکشنبې په ورځ محکمې په دې قضیه د بحث لپاره خپله لومړۍ غونده هم جوړه کړې وه، خو د تورنو او د هغوی د مدافع وکیلانو د نه شتون له امله محکمې په دې مسله غور بلې غونډې ته وځنډوه.

جنرال دوستم له تیرو دریو میاشتو راهیسې د درملنې په موخه ترکیې ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG