د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي چارواکو د کډوالو په برخه کې ایټالیا سره د ډیرې مرستې غوښتنه وکړه


د مدیترانې له هیوادونو څخه د کډوالو د شمیر په زیاتیدو سره، اروپایي کمیسیون د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) د اروپایي ټولنې پر غړو هیوادونو غږ وکړ چې له ایټالیا څخه ډیر پناه غوښتونکي ومني.

ایټالیا د افریقا له شمال څخه راتلونکو بیړیو ته یو مهم هدف دی او اکثریت کډوال د یاد هیواد لامپیدوسا ټاپو ته ورځي. د اروپایي ټولنې د بودیجې کمیشنر جوهانیس هان وویل:‌ "د لامپیدوسا ساحل همدارنګه د اروپایي ټولنې ساحل دی. کوم کسان چې هلته راځي نو یو ګډ مسوولیت دی."

نوموړي وویل، د تیر کال د جوړې شوي طرحې له مخې، هغه ۹۵۰ کسان چې د تیر کال د جون میاشتې راهیسې د مدیترانې له هیوادونو داخل شوي، نوور اروپایي هیوادونو ته انتقال شوي چې له دریو څخه دوه برخې له ایټالیا څخه وو.

خو دغه اروپایي چارواکي زیاته کړه، د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه باید په ګړندي ډول ډیر مهاجر ځای پرځای کړي.

ښاغلي هان زیاته کړه، د روان کال په دریو میاشتو کې یوازې ۳۰زره کسان ایټالیا ته داخل شوي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

نوموړي زیاته کړه، ۱۵۰۰ کسان یوازې د تیرې شنبې او یکشنبې په ورځو اروپا ته داخل شوي‌ دي.

دغه اروپايي چارواکي وویل، ایټالیا د کډوالو په برخه کې د اروپایي ټولنې د پیسو ستر ترلاسه کوونکی دی او د ۲۰۱۵ کال راهیسې یې کابو دوه میلیارده یورو ترلاسه کړي او خبري رواني دي چې نور احتمالي بیړنۍ مالي ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د ایټالیا د صدراعظم جورجیا ملوني ګوند تیر کال په دې شعار سره ټاکنې وګټلې چې د سمندر له لارې به د مهاجرینو مخه نیسي.

خو د ۲۰۲۳ کال لومړۍ درې میاشتې، د ۲۰۱۷ کال څخه راپدیخوا د مدیترانې د هیوادونو د کډوالو لپاره تر ټولو خونړی کال وو، ملګرو ملتونو د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې ۴۴۱ کسانو اروپایي هیوادونو ته د رسیدو په لار کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې ګڼ شمیر وګړي یې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته کډوالۍ ته مجبور شوي او اکثریت کسانو ګاوندیو هیوادونو او یو زیات شمیر اروپایي هیوادونو ته مخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG