د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین د روسیې یرغل ملت ته د ولسمشر بایډن د وینا عمده برخه


ولسمشر بایډن خپل ملت ته وینا کوي
ولسمشر بایډن خپل ملت ته وینا کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د چهارشنبې په شپه مارچ لومړۍ (سلواغه لسمه) د واشنګټن په وخت د شپې ۹ بجې د ولسمشر په توګه ملت ته خپله لومړۍ وینا واوروله.

ښاغلي بایډن دا وینا د ګانګرس په ماڼۍ کې وکړه چې په تلویزونونو هم ژوندۍ خپرېدله. په غونډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو خونې او مشرانو جرګې غړي، په واشنګټن ډي سي کې د اوکراین سفیره اوکسانا او نور لوړ پوړي چارواکي او میلمانه ناست وو.

د ښاغلي بایډن د خبرو ډېره برخه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په غندلو، په روسيې باندې د امریکا او متحدینو د بندیزونو، له اوکراین سره په مرستو او نورو اړوندو مسایلو متمرکزه وه.

ښاغلي بایډن وویل چې د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین په اوکراین د یرغل په اړه غلطه محاسبه کړې وه او «پوتین فکر کاوه چې په اوکراین له برید وروسته به نړۍ ورسره ودرېږي، خو هغه له یو داسې قوي دیوال سره مخامخ شو چې تصور یې هم نه کاوه او نه یې وړاندوینه کړې وه. هغه د اوکراین له خلکو سره مخامخ شو.» نوموړي وویل چې د اوکراین د خلکو مبارزې نړۍ ته انګیزه ورکړې ده.

ښاغلي بایډن په روسیې باندې د امریکا او اروپايي متحدینو د بندیزونو کلکه ننګه وکړه او وویل چې د امریکا تاریخ ثابته کړې که «دکتاتوران د خپلو بدو اعمالو سزا ونه ویني، نورې ورانۍ» هم کوي او « پوتین نپوهېږي چې نور څه را روان» دي. هغه وویل چې «ولسمشر پوتین اوس تر بل وخت زیات له نړۍ څخه منزوي» شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې امریکا پوهېده روسيه په اوکراین یرغل کوي او «موږ چمتو» وو.

ښاغلي بایډن د روسيې چارواکو په ضد د نورو اقداماتو خبرداری هم ورکړ او وویل چې «موږ به د خپلو اروپايي متحدینو سره یو ځای د روسیې د شتمنو او اغیزناکو مشرانو پسې ورځو چې تفریحي کښتۍ، مجلل اپارتمانونه او شخصي جټ الوتکې یې پیدا او ضبط کړو. نن شپه د روسیې شتمنو، بانفوذ او فاسدو مشرانو ته چې د دغه خشن رژیم څخه یې میلیاردونه ډالر ګټلي دي، وایم چې نور بس» دی.

نوموړي ټېنګار وکړ چې «امریکايي عسکر به په دغه جګړې کې نه دخيل کېږي خو د ناټو او اروپایي متحدینو له انچ-انچ ځمکې څخه به دفاع» کوي.

هغه وويل چې د روسيې د یرغل په ضد جګړې کې به له اوکراین سره مرستې کوي او په دې لړ کې به امریکا اوکراین ته څه باندې یو میلیارد ډالر مستقیمه مرسته برابروي او دا مرستې به روانې وي.

روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل وکړ. د اوکراین چارواکي وايي چې تر دې دمه لسګونه ولسي خلک وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي. ملګري ملتونه وايي نژدې نیم میلیون اوکراینیان له جګړې څخه ګاونډیو او نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

امریکا او اروپايي ایتلافیانو یې د روسيې د دغه برید په ځواب کې په مسکو کلک اقتصادي او نور بندیزونه لګولي دي. ښاغلي بایډن دا یادونه هم وکړه چې سره له نن څخه به د امریکايي فضا د «روسيې د ټولو پروازونو په وړاندې تړلې» وي. تر دې مخکې ځینو اروپايي هېوادونو هم دا کار کړی و.

ولسمشر بایډن همدغه راز د امریکا په ځینو داخلي مسایلو هم خبرې وکړې او وویل چې حکومت یې پلان لري زرګونه کیلو میتر سړک او پلونه جوړ او د بیا رغونې نورې پروژې پلې کړي.

ښاغلي بایډن همدغه راز د امریکا د اقتصاد د ښه والي لپاره له امریکایانو وغوښتل چې امریکايي تولیدات وپیري.

هغه همدغه راز د روزمزد د زیاتولو، له جګړې څخه د راستانه شویو امریکايي سرتېرو سره د مرستې او نورو مسایلو یادونه او د اقداماتو ژمنه وکړه.

د جمهوري غوښتونکو غبرګون

د جمهوری غوښتونکو ګوند ملت ته د ولسمشر بایډن د وینا په غبرګون کې ویلي دي چې هغه خپلې ژمنې نه دي عملي کړي. د ایوا په ایالت کې د دغه ګوند والۍ کیم رینالدس وویل چې دموکراتانو د دې په ځاي چې امریکا پر مخ بوځي، شا ته یې بیایي.

هغې وویل داسې ښکاري چې ولسمشر بایډن او ګوند يې امریکا د ۷۰مو او ۸۰ زماني ته ګرځولې، هغه زمانه چې د مېرمن رینالدس په وینا په امریکا کې اقتصادي بحران کورنۍ تر فشار لاندې نیولې وې، له تاوتریخوالي ډکو جرمونو ښارونه لاندې کړي وو او پخواني شوروي اتحاد د نړۍ نقشه له سره انځوروله.

نوموړې وویل چې ولسمشر بایډن ژمنه کړې وه چې امریکا به یو موټي کوي او په نړۍ کې به یې تللي حیثیت بېرته راګرځوي، خو په خبره يې ولسمشر بایډن په دې کار کې ناکام شو.

که څه هم ښاغلي بایډن په خپلو خبرو کې مشخصآ د افغانستان په اړه څه ونه ويل، خو میرمن رینالدس له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو اېستل «بحران زېږوونکي» وبلل. هغې دا کار د امریکا له متحدینو سره «خیانت» وباله چې «زموږ دښمنان يې زړور» کړل. خو ښاغلي بایډن تل له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د اېستلو د پرېکړ ننګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG