د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي اتحادیې د روسیې امنیتي اندیښنو ته ګډ ځواب ورکړی


د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د بلاک د ۲۷ غړیو هیوادونو په استازیتوب د روسیې اندیښنو ته ځواب ورکړی.
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د بلاک د ۲۷ غړیو هیوادونو په استازیتوب د روسیې اندیښنو ته ځواب ورکړی.

سره لدې چې روسیې د اروپایي اتحادیې څخه د خپلو اندیښنو په هکله په ډله ایزه توګه د ځواب ورکولو په هکله خبردرای ورکړی و او ویلي و چې دا ډول اقدام به د خبرو د پای سبب شي، خو د ۲۷ هیوادونو دې اتحاد نن پنجشنبه فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۱) په ډله ایزه توګه په یو لیک کې د مسکو اندیښنو ته ځواب ورکړ.

د اروپایي اتحادېې دپلوماتانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف پخپل دې وړاندیز غوښتل چې د اتحادیې غړي پداسې حال کې سره وویشي چې دا اتحادیه په اکراین د یرغل په صورت کې په روسیې د بندیزونو په لګولو غور کوي.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون چې ددې اتحادیې اجرائیوي څانګه ده وایي د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د بلاک د غړیو هیوادونو تر منځ د یووالي د ښودلو په خاطر پریکړه وکړله چې د ټولو په استازیتوب د روسیې امنیتي اندیښنو ته ډله ایز ځواب وویل شي.

د کمیسیون یو ویاند پدې هکله خبریالانو ته وویل، "د اروپایي اتحادیې غړیو هیوادونو موافقه وکړله چې تر ټولو جګپوړی استازی باید د وزیر لاوروف (د روسیې د بهرنیو چارو وزیر) پیغام ته ځواب ووایي".

په اروپایي اتحادیې کې د روسیې استازولۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا لیک ورته رسیدلی.

تر اوسه نده معلومه چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف او په ځواب کې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر جوسیپ بوریل په لیک کې څخه ویل شوي خو یو شمیر دپلوماتانو ویلی چې لیکونه د روسیې په لویدیځ سرحد کې د دې هیواد د امنیتي اندیښنو او د کړکیچ د حل لپاره د دیپلوماسۍ د هلو ځلو په هکله دي.

اروپایي اتحادیې پداسې حال کې د مسکو اندیښنو ته ډله ایز ځواب ورکړی چې روسیې په بیلاروس کې نن پنجشنبه د نظامي تطبیقاتو عملي برخه پیل کړله.

امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې روسیې د اوکراین په سرحد کې د سرتیرو او نظامي وسایلو په ځای پر ځای کولو سره پلان لري پدې ګاونډي هیواد یرغل وکړي او د بیلاروس سره په ګډو نظامي تطبیقاتو کړکیچ لا زیاتوي.

خو مسکو بیا وایي د برید پلان نلري او پخپلې خاورې کې د سرتیرو د ځای پر ځای کولو حق لري. روسیې همدرانګه ویلي چې نظامي تطبیقات دفاعي حالت لري.

XS
SM
MD
LG