د لاس رسي وړ اتصالات

بلاروس: له پولنډ سره شخړه نغواړو؛ کډوال ومنئ 


د پولنډ پولیسو په پناه غوښتونکو باندې اوښلن ګاز کاروي
د پولنډ پولیسو په پناه غوښتونکو باندې اوښلن ګاز کاروي

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وایي چې له پولنډ سره کومه شخړه نغواړي خو له اروپايي ټولنې څخه یې غوښتنه دا ده چې د بلاروس او پولنډ په سرحد کې اېسار ۲۰۰۰کډوال دې ومني.

دا کډوال له څو اونیو راهېسې هلته ګېر پاتې دي‌ او هڅه کوي‌ چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

اروپايي ټولنه ادعا کوي چې بلاروس پرې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو په غبرګون کې زرګونه کډوال له منځني ختیځ څخه هلته لېږدولي دي او هڅه کوي چې د پولنډ، لیتوانیا او لاتیویا له لارو اروپايي ټولنې ته ځانونه ورسوي. خو بلاروس د اروپايي ټولنې دا ادعا په کلکه ردوي.

په همدې حال کې د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویکي خبرداری ورکړی دی چې د بلاروس-پولنډ په سرحد کې راټول شوي زرګونه کډوال به د یو بد وضعیت پيلامه وي.

خو د بلاروس ولسمشر ویلي دي‌ چې دوی له پولنډ سره شخړه اوتقابل نغواړي ځکه چې په خبره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان بد وضعیت ښايي جګړې ته لار پرانیزي.

اروپايي ټولنې تېره اونۍ د بلاروس دا غوښتنه په کلکه رد کړه چې په سرحد کې راټول شوي زرګونه کډوال دې ومني. په دغو ایسارو شویو خلکو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي هم شامل دي.

دوو افغان کډوالو څو ورځې مخکې د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط‌ ویلي وو چې د افغان حکومت له پرځېدو مخکې یې په روسیې کې زده کړې کولې او له بدلونونو وروسته یې اروپا ته د سفر نیت وکړ.

یو کډوال ویلي چې "طالبانو ویل که مې وموندلې نو وژنم دې. ځاي به دې پېدا کړو او وبه دې وژنو."

د اسوشېټډ خبري اژانس وايي چې خبریالانو هڅه وکړه چې د پېښې په اړه له پولیسو نه معلومات واخلي خو پدې کار کې بریالی نشول.

د پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته دغه دواړه افغانان د ستړیا او کمزورۍ له کبله روغتون ته لېږدول شوي دي.

کابل ته د اګست په ۱۵نېټه د طالبانو له راتګ وروسته زرګونه کسان هڅه کوي چې له افغانستان څخه ووځي او ډېر وتلي‌ هم دي. دوی وایي په خپل هېواد کې یې ژوند په خطر کې دی، کاري، تحصلي او نور مناسب امکانات نشته.

تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی او طالبانو ویلي دي که حالت همداسې روان وي، شاید نور کډوال هم له افغانستان څخه ووځي او دا به د هغوی په خبره د سیمې او نړۍ په هېوادونو باندې هم بد اغیز کوي.

XS
SM
MD
LG