د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن: طالبان د افغان ولس استازي نه دي


د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن وايي، طالبان د افغانستان د ولس استازي نه، بلکې د یوې کوچنۍ ډلې استازیتوب کوي.

میرمن نیومن، امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي تر څو چې طالبان د میرمنو او لږکیو د حقونو په شمول د ټولو خلکو حقونو او هغه څه چې د افغانستان خلکو ته مهم دي، درناوی و نه کړي او په رسمېت یې ونه پیژني، داسې هیڅ لار نشته چې دوی په رسمېت وپیژندل شي.

"طالبان د افغان ولس استازي نه دي، ترڅو پورې چې طالبانو د افغانستان د خلکو اړتیاوې، ارزښتونه او هغه څه چې د افغانستان خلکو ته مهم دي، په رسمېت نه وي پیژندلي،زه فکر نه کوم چې هغوی د افغانستان د دولت په توګه په رسمېت وپیژندل شي. "

د اروپايي پارلمان دا غړې په داسې وخت کې د طالبانو د رسمېت پیژندلو په اړه څرګندونې کړي چې په دې وروستیو کې طالبانو په کور دننه او بهر د اروپايي هېوادونو په شمول د ګڼو هېوادونو له استازو سره د بیلابیلو مسایلو په اړه ګوري او خبرې کړې دي.

خو میرمن نیومن، وايي، لویدیځ او یو شمېر نور هېوادونه د بشري مرستو د رسولو، او په ازاده توګه له افغانستان څخه د سفر کولو په شمول په ګڼو مسایلو له طالبانو سره خبرې کوي، او خبرې کول د هغوی د په رسمېت پیژندو په معنی نه دي.

د میرمن نیومن په وینا طالبانو د تېر کال اګست (په ۱۵ مه) نېټه واک ته تر رسیدو وروسته، په یوې خبري غونډه کې د ښځو حقونو ته د درناوي او د رسنیو ازادۍ ته د درناوي‌ په اړه ژمنه کړې وه، خو د اتو میاشتو په تېریدو سره، لیدل کیږي چې هغوی په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، او زیاتوي په افغانستان کې د میرمنو او نجونو په شمول هغه کسان چې د طالبانو د ډلې څخه نه دي، وضعیت یې د خرابیدو په حال کې دی، ‌خو طالبانو تل ويلي چې دوی د خلکو حقونه خوندي کړې دي.

میرمن نیومن وايي، افغان میرمنې له هر څه په شا تنبول شوې دي، او ډ‌ېره سخته ده چې د یوه نارینه پرته هغوی له اقتصادي پلوه په ځان متکي اوسي، هغوی ته دا ډېره سخته ده چې بهر لاړې شي او ژوند وکړي.

"میرمنې مجبور کړای شوې دي چې له سخت وضعیت څخه تېرې شي، دا د هغوی طبیعي انتخاب نه دی، دا طالبان دي چې پر هغوی دا حالت راوستی دی. "

د اروپايي پارلمان غړې میرمن هانا نیومن وايي، طالبان خپلې ډیری کړنې د اسلامي ارزښتونو په نوم توجیه کوي،او دا واقعآ‌ د منلو وړ نه ده، ښوونځي ته د نجونو نه پریښودل په حقیقت کې د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دی.

تېره اونۍ په اروپايي پارلمان کې په عمومي غونډه کې له شپږم ټولګي بره،‌د نجونو د ښوونځیو د بیرته پیل کېدو په اړه بحث وشو او په یوه پریکړه لیک کې په واضح توګه له طالبانو وغوښتل چې په دې اړه اقدام وکړي او ژر تر ژره د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي.

XS
SM
MD
LG