د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه وايي له افغانستان سره به بشري مرستو ته ادامه ورکوي

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ ته په کتو ویلي دي چې په دغې مودې کې یې له دغه هېواد سره تر دوو میلیاردو یورو، چې څه باندې ۲.۳ میلیارد ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

دې ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان ستره مرسته کوونکې ده.

اعلامیه وايي چې د طالبانو له بیا راتګ سره سره اروپايي ټولنې په پنځو کلونو کې «څه باندې دوه میلیارد یورو مرسته کړې ده، چې بشري مرستې او د خلکو د ژوند اساسي ضرورتونه» په کې شامل دي.

په اعلامیې کې راغلي دي: «د اروپايي ټولنې مرستو له اسیب پذیره افغانانو سره د خوړو، روغتیايي اسانتیاو، تعلیم، مصونیت، سرپنا او نورو اساسي خدمتونو په برابرولو کې مرسته کړې ده.»

اروپايي ټولنې همدغه راز د طالبانو د حکومت په سختو تګلارو نیوکه کړې ده او د ښځو په تعلیم، کار او سیاسي مشارکت باندې د هغوی حکومت بندیزونه او محدودیتونه غندلي دي.

د اروپایي ټولنې په ا علامیې کې راغلي دي چې یو هېواد، چې نیمایي نفوس یې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې وې، پرمختګ نه شي کولای.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا راتګ پنځه کاله پوره کېږي. طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په افغانستان کې له شپږم ټولګیو ورپورته د ښځو په تعلیم او کار باندې محدودیتونه او بندیزونه ولګول.

څه موده مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.

نړیواله ټولنه هم د طالبانو دا بندیزونه غندي او د لېرې کېدو غوښتنه کوي، خو طالبان دا د افغانستان داخلي مسئله بولي او وايي چې د «شرعیت په اساس» یې ښځو ته حقونه ورکړي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG