د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان له طالبانو غوښتي د ملګرو ملتونو کارکوونکي خوشې کړي

UN Taliban
UN Taliban

د بشري حقونو د څار سازمان له طالبانو غوښتي چې د ملګرو ملتونو دوه کارکوونکي او د نادولتي موسسو شپږ کارکوونکي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې نیول شوي، ازاد کړي.

بشري حقونو د څار سازمان د چهارشنبې په ورځ (اګست ۱۲) وویل چې د ښځو او ماشومانو د حقوقي څېړنو بنسټ شپږ نارینه کارکوونکي تېره میاشت په کابل کې د دغې ادارې له دفتر څخه «په زور لا درکه» شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د جون په ۲۱ مه د طالبانو امنیتي کسانو په کابل کې ددغه بنسټ پر دفتر چاپه ووهله، د کارکوونکو شخصي وسایل یې ضبط کړل او دفتر یې وتاړه. وروسته یې له کارکوونکو څخه د هغوی د فعالیتونو په اړه پوښتنې وکړې.

د یاد بنسټ د رهبرۍ شپږ غړي (نارینه) یوه میاشت وروسته، د جولای په ۱۸ مه، هغه مهال ونیول شول چې طالبانو هغوی دفتر ته وربللي وو، څو د ادعا له مخې خپل ضبط شوي وسایل بېرته ترلاسه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د دغو کسانو کورنیو ته تر اوسه د هغوی د اوسېدو د ځای، روغتیايي وضعیت او یا هم د احتمالي تورونو په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړل شوي.

د راپور په اساس، دغه بنسټ د بشري مرستو په پروګرامونو او د ښځو او ماشومانو د حقونو د ملاتړ په چارو کې فعالیت کاوه.

د بشري حقونو د څار سازمان همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دوه نیول شوي افغان کارکوونکي خوشې کړي.

دغه کارکوونکي د یکشنبې په ورځ د هرات په ښار کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوي وو.

ملګرو ملتونو د روانې اونۍ په پیل کې تائید کړه چې دوو کارکوونکي یې نیول شوي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق د چهارشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: «یوناما ته پر نیول شویو کسانو د لګېدلو تورونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي او نه هم اجازه ورکړل شوې چې له هغوی سره وګوري.»

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي په یو بیان کې ویلي چې د یوناما د کارکوونکو نیول د ملګرو ملتونو «د ژوند ژغورونکو مرستو د رسولو وړتیا» له ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د وروستیو نیونو په اړه د معلوماتو د راټولولو هڅه کوي، خو تر اوسه ورته وروستي او روښانه معلومات نه دي رسېدلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو د کارکوونکو د نیول کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې په دغه هېواد کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو پنځه کاله پوره کیږي.

افغانستان لا هم په نړیوالو مرستو متکي دی، خو د وروستیو کلونو په اوږدو کې د بودیجې د کمښت له کبله دا مرستې په زیاتېدونکي ډول کمې شوې دي. د مرستو نړیوالو بنسټونو په مکرر ډول طالبان تورن کړي چې ددغو بنسټونو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي او دا کار یې له افغانستان سره د مرستندویانو د ژمنتیا د کمزوري کېدو لامل کیږي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG