د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد په روسیې لگیدلي بندیزونه وغځول


د اروپایي اتحادیې خارجه وزیرانو نن د دوشنبې په ورځ په رسمي توگه موافقه وکړه چی، په اوکراین کې دې، د روسیې د رول په بدل کې، په روسیې باندې اقتصادي بندیزونه شپږ میاشتې نور هم وغځول شي.

دغه پریکړه نن په لکزامبورگ کې، د اروپایي اتحادیې د اته ویشتو خارجه وزیرانو په غونډه کې وشوه. د نوموړې اتحادیې د غړو هېوادونو د پارلمان استازو دغه پرېکړه تېره اونۍ تصویب کړې وه.

د کریملین ویاند، دیمتري پسکاف وویل، روسیه دغه بندیزونه بې اساسه بولي او د مسکو ځواب به هم متقابل وي.شنونکي وايي د روسیې غبرګون به د اروپا د غذایی موادو په وارداتو لا نور بندیزونه لګول وي.د روسیې بهرنۍ چارو وزارت وايي، ټوله پړه په روسیه اچول ناسم قضاوت دی او د شخړې د هوارولو لار د کیف په لاس کې ده.

د ناټو سرمنشي، جینز سټولټنبرګ د اروپایي اتحادیې دغه پرېکړه وستایله او وې ويل "دغه بندیزونه به نړۍ ته یو قوي پیغام واستوي چې که چېرې کوم هېواد د روسیې په څېر حرکتونه وکړي، دغسې پایلو سره به مخ شي"

ښاغلي کارټر وویل "مونږ روسیه سره تود جنګ پرېږده چې سړه جګړه هم نه غواړو
ښاغلي کارټر وویل "مونږ روسیه سره تود جنګ پرېږده چې سړه جګړه هم نه غواړو

د اروپایي اتحادیې د روان کال په مارچ کې موافقه کړې وه چې په روسیې به تر هغه اقتصادي بندیزونه پایښت ومومي تر څو چې نوموړی هېواد د مینسک تړون په اساس اوربند ته په بشپړ ډول غاړه کښینږدي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والټر سټینمیر وویل "ټولو هېوادونو پدې موافقه کړې وه چې تر څو د مینسک تړون په بشپړ ډول عملي شوی نه وي، بندیزونه به غځیږي."

بلخوا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، اشټن کارټر، روسیه د پخواني شوروي اتحاد په بیا جوړولو تورنوي. ښاغلي کارټر زیاته کړه چې ناټو روسیې ته د ښو اړیکو دروازه پرانېستې پرېښې خو وې ویل چې دا کرېملېن پورې اړه لري چې څه تصمیم نیسي.ښاغلي کارټر وویل "مونږ روسیې سره توده جگړه لا پرېږده چې سړه جګړه هم نه غواړو. مونږ روسیه دښمنۍ ته نه هڅوو خو یوه خبره باید وکړم چې مونږ به له خپلو متحدینو، نړیوالو قوانینو او ټولو لپاره د یو مثبت راتلونکي څخه دفاع کوو."

د اوکراین په خیتځ کې د اوکرایني ځواکونو او روسیه پلوو جنګیالو تر منځ جګړه تر اوسه ۶۴۰۰ خلک وژلي او جګړه لا هم دوام لري.
د اوکراین په خیتځ کې د اوکرایني ځواکونو او روسیه پلوو جنګیالو تر منځ جګړه تر اوسه ۶۴۰۰ خلک وژلي او جګړه لا هم دوام لري.

د اوکراین په خیتځ کې د اوکرایني ځواکونو او روسیه پلوو جنګیالو تر منځ جګړه تر اوسه ۶۴۰۰ خلک وژلي او جګړه لا هم دوام لري. د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې په ترڅ کې اروپایي اتحادیې او متحده آیالاتو د روسیې په دفاعي، مالي او د انرژۍ په سکتورونو اقتصادي بندیزونه د ٢٠١۴ کال د جولاي د میاشتې راهیسې لګولي دي. ځېنې بندیزونه د اوکراین د کریمیا د ټاپو وزمې د الحاق نه څلور میاشتې وروسته وضع شویدي. دا بندیزونه به د دوه زره شپاړسم کال د جنورۍ تر یو دیرشم پورې لګېدلی وي.

XS
SM
MD
LG