د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: په راروان ژمي کې د میلیونونو افغانانو ژوند بشري مرستو پورې تړلی دی


افغانستان کې د بشري ناروین د پیښیدو په اړه د اندیښنو سره هممهاله اروپايي ټولنه وايي، چې د ژمي موسم په رسیدلو سره په دغه هیواد کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دد غې ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو څانګې د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۱۵ (لیندۍ ۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان باندې د طالبانو د شپاړس میاشتو حاکمیت او له دغه هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته دا هیواد د سخت بشري بحران سره مخ دی او همدا اوس په راروان ژمي کې د ډیرو افغانانو ژوند د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو پورې تړلی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي د قحطۍ په درشل کې ولاړ دي. په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې په بې ساري ډول د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي او هم ډیر شمیر بزګران د وچکالۍ له امله د ډیرو ستونزو سره مخ شوي دي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو پر اساس ډیرو اړو خلکو یو ډیر سخت کال شاته پریښی دی خو لا هم میلیونونه افغانان د ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

د اروپايي ټولنې د مدني ساتنې او بشري مرستو څانګې د معلوماتو له مخې دغې ټولنې د ۲۰۲۱ میلادي کال څخه راهیسې افغانستان کې د بشري ناورین د پیښیدو د مخنیوي لپاره ۸۶ میلیونو یورو مرسته کړې ده.

دغې ادارې ویلي، چې افغانانو سره یې دا مرستې د ملګروملتونود خوړو د نړیوالې ادارې " ډبلیو ایف پي" له لارې کړې، چې په راتلوونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ملګروملتونو په وروستیو کې په افغانستان کې د ناسم اقتصادي وضعیت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په وضعیت باندې اندیښنه ښودلې وه او ویلي و، چې شپږ میلیونه وګړي په دې هیواد کې د قحطۍ څخه یو قدم شاته ژوند کوي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د توانمندۍ ادارې د ډسمبر په ۱۳ مه ( لیندۍ ۲۲) په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې افغان میرمنې او نجونې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ډیرو محدودیتونو سره هم مخ دي.

ددې دمخه اروپايي ټولنې ویلي و، چې افغانستان کې د روانې او د نشه يي توکو د مصرف څخه د زیږیدلو ناروغیو د درملنې لپاره به افغانستان سره د ۱۶ میلیونو یورو مرسته وکړي.

ټاکل شوې افغانستان کې به د اروپايي ټولنې دا پیسې د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې " ډبلیو ایچ او" له لارې په مصرف ورسیږي.

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نړیوالې ټولنې پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړې او هم د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستان بانک نږدې لس ملیارده شتمني کنګل کړه، چې ورسره دغه هیواد د اقتصادي بحران سره مخ شو.

که څه نړیوالې ټولنې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په وروستیو کې د خپلو مرستو یوه اندازه بیرته پیل کړې خو دا هیواد لا هم د اقتصادي بحران سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG