د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا شارزدافیر: د طالبانو واکمنۍ کې په افغانستان د هېواد په توګه هېڅ بندیز نه دی لګول شوی


د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارزدافیر هوګو شارټر د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم ۲۹) په خپل ټویټر پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې هغه ادعاوې ناسمې وبللې چې وایي افغانستان کې روان اقتصادي بحران د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته د هغوی تر کنټرول لاندې په افغانستان بانک باندې د نړیوالې ټولنې د بندیزونو نتیجه ده.

هوګو شارټر، چې په قطر کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت چارې پرمخ وړي دا هم ویلي، چې دغسې ادعاوې د ملګرو ملتونو د ځینو غړو له خوا هم تکراریږي.

د بریتانیا شارزدافیر ویلي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په افغانستان باندې د یو هیواد په توګه هیڅ بندیزونه نه دي لګول شوي.

هغه وايي، د ملګروملتونو بندیزونه اشخاصو او په ادارو لګول شوي دي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د امنیت شورا د ۱۹۸۸ پریګړه لیک پر اساس پر اشخاصو د شتمنیو کنګل کیدو، سفر بندیزونه او د وسلو بندیزونه په کې شامل دي.

ښاغلي شارټر وايي: "ډیره مهمه ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې ۲۶۱۵ نمبر پریک لیک د ( بشري چارو په استثنا کولو) سره تصویب کړ؛ کوم چې دا یقیني کوي، چې د ملګرو ملتونو بندیزونه بشري مرستو او یا هم نورو هغو فعالیتونو ته چې بشري اساسي اړتیا د پوره کولو لپاره ترسره کیږي ځنډ رامنځ ته نکړي".

هوګو شارټر د افغانستان بانک د شتمنیو د کنګل کیدو د مسلې په اړه هم وضاحت ورکړی او ویلي دي، چې د افغانستان بانک د شتمنیو ستنیدل د مرکزي بانک د قابلیت پورې پورې تړاو لري تر څو دا وښيي، چې دا بانک په مسلکي او د سیاسي پلوه د یو بیطرف بانک په ډول د څارنې یو ضروري میکانیزم لاندې فعالیت وکړي. دې وايي په دې برخه کې نور پرمختګ ته اړتیا ده.

ښاغلي شارټر وویل: "دا د ځینو لپاره ډیره اسانه ده، چې د هغو ګواښونو، چې نن افغانستان کې خلک ورسره مخامخ دي، پړه په بندیزونو واچوي. خو دا رښتیا نه دي دا ډیره مهمه ده چې ددغې غولوونکي کیسې وراخوا په عاجل ډول مونږ حقیقي ستونزو ته د حل لار ولټوو. دا یوازینې لار ده چې افغانستان کولای شي په مخ ولاړ شي.".

د اقتصادي چارو د کارپوهان نظرونه

خو د اقتصادي چارو ځینې افغان کارپوهان او پانګه وال وايي، چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د میاشتې وروسته افغانستان د اقتصادي بحران سره مخ شوی، چې ددغه بحران یوه برخه د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت له خوا د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کیدو پورې تړاو لري.

د اقتصاد یو استاد عیسی رضايي وايي، چې افغانستان کې د بانکدارۍ سیستم د سقوط سره مخامخ دی. ښاغلي رضايي امریکا غږ ته وویل، چې افغانستان کې د بانکدارۍ د سیستم بنسټ د نویو بانکي اصولو پر اساس ایښودل شوی دی، چې پرمخ وړل یې تخصص، پانګې او اقتصادي او سیاسي ثبات ته اړتیا لري.

ښاغلي رضايي وویل: "که د افغانستان د بانکي نظام په اړه یو تحقیق په ازاد او شفاف ډول وشي په پوره ډاډ ادعا کولی شم، چې افغانستان کې اوس مهال ټول بانکونه د سقوط سره مخ دي. یوازې د پیسو په پیچکاري کولو سره ستونزې نشي هواریدلی. هغه څه چې مهم دي د پانګې اچونې بحث دی یعنی د پور د اخیستلو او پور د ورکولو سیستم چې فعلا د افغانستان بانکي سیستم کې قفل شوی دی".

د اقتصاد دا استاد وايي.، چې د طالبانو حکومت تراوسه په دې برخه کې څه نه دي کړي او سوداګر، پانګه وال او د کاروبار غوښتونکي لا هم د بانکي خدمتونو په برخه کې د ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته د بریتانیا د سفارت د شارزدافیر د څرګندونو په اړه وویل، چې د نړیوالو مرستو د کمیدو ترڅنګ پر طالب چارواکو، ادارو او افغانستان بانک بندیزونه لګیدلي، چې ورسره کاروبار کم شوی او کوم اقتصادي ظرفیتونه چې په تیر رژیم کې و اوس نشته دی.

ښاغلي الکوزي وویل: "تر ټولو مهمه خبره داده چې بانکي راکړه ورکړه نشته دی لیټر اف کریډیټونه نه خلاصیږي، پیسې خارج ته نه انتقالیږي په یو لک ډالرو باندې درې نیم زره ډالر کمیشن اخلي نو بندیزونو جدي تاثیر کړی دی او دا دقیقه خبره نه ده چې دوی وايي په خلکو یې تاثیر نه دی کړی".

خان جان الکوزی وايي، چې نړیواله ټولنه چې اوس مهال افغانانو سره بشري مرستې کوي هغه یوازې عاجلې مرستې دي چې خلکو ته د کار د موندلو سبب نه کیږي.

خو د افغانستان بانک د څارنې د عمومي ریاست مرستیال محمد شفیع نوري په یو ویډیوي وینا کې چې د افغانستان بانک د ټویټر په پاڼه خپره شوې ویلي، چې دغه بانک په هیواد کې د بانکي سیستم د بیرته فعالولو لپاره جدي هڅې پیل کړي، چې ددغو هڅو په لړ کې افغانستان بانکي سیستم د بحراني حالت څخه د نورمال حالت پرمخ روان دی.

ښاغلي نوري وویل: "د سیاسي بدلون او د نړیوالو بندیزونو وروسته د افغانستان بانکي سیستم د ډیرو ستونزو سره مخ شوی وچې د افغانستان بانک د رهبرۍ او د کارکوونکو د شپې او ورځو د هڅو په پایله کې د الله په مرسته بانکي سیستم له بحران څخه ژغورل شوی او د نورمال کیدو په لور په حرکت کې دی".

ښاغلی نوري وايي ددغو هڅو په پایله کې د کابل او ولایتونو ترمنځ بانکي خدمتونوبهیر نورمال حالت غوره کړی دی. د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په پنځلسمه افغانستان کې واک ته دطالبانود رسیدلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستان بانک شاوخوا لس ملیارده ډالرو شتمنۍ کنګل کړې چې ورسره د افغانستان بانکي سیستم جدي بحران سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG