د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تیرو نهو میاشتو کې شاوخوا ۷۲۸زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي د روان میلادي کال له جنورۍ څخه بیا تر اکتوبر میاشتې پوري شاوخوا ۷۲۸زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۴) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه موده کې ۶۶۱زره او ۶۰۰ افغان کډوال له ایران او ۶۶زره او ۳۰۰ نور له پاکستان څخه ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې د سرحدي بندرونو په کمپونو کې له بشر دوستانه فعالیتونو څخه ملاتړ کوي تر څو افغانستان ته له بیرته ګرځېدونکو کورنیو ته د سلامتیا، روانۍ او ټولنیز ملاتړ په برخه کې خدمات تر سره شي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت ارقام ښيي چې د۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې له پنځلسمې نېټې څخه بیا تر دا مهاله ۱.۱۳ میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه پخپل خوښه او زور سره هیواد ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیرو دوو ورځو کې څه باندې څلور زره او ۴۰۰ افغان کډوال په خپل خوښه او زور سره له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو په ایران کې ژوند کوی چې له ډلې څخه یې نژدې دوه میلیونه کډوال غیر قانوني و. خو دغه سازمان ویلي چې د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست میاشتې څخه وروسته په سلګونو زره نور افغان کډوال هم دغه هیواد ته ورغلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) کمېشنر فیلیپو ګرندي وايي چې اوس مهال په نړۍ کې افغانان د کډوالو لویه برخه جوړوي.

ښاغلي ګرندي په اسلو کې یوې غونډې ته د بېځایه شوو افغان کډوالو په اړه وویل: "نن ورځ مجموعاً ۶.۵ میلیون افغانان یا د کډوال او یا هم داخلي بېځایه شوي دي."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه چې په نړۍ کې د ۱۰۳ میلیون بېځایه شوو کسانو له ډلې چې د خپلو کورنو پرېښودو ته مجبوره شوي، افغانان په نړۍ کې د بېځایه شوو کسانو لویه برخه تشکیلوي.د ګرندي په وینا دا شمېر د دوهمې نړیوال جګړې وروسته بېساري دی.

XS
SM
MD
LG