د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه: هڅه کوو چې د ایران د اټومي وسلو د تولیدمخه ونیسو


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدیریکا موگیریني
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي او د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره فدیریکا موگیریني

د اروپایي اتحادیې مقاماتو او چین ویلي دي چې خپله ټوله هڅه به وکړي چې د ایران د اټومي وسلو د تولید مخه ونیسي.

ددې مقاماتو څرگندونې پداسې حال کې شوي چې تیره میاشت د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایران د اټومي ټرون له موافقې ووت.ټ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگ یي، د جمعې په ورځ د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له رئیس سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې د ملگرو ملتونو له خوا د ایران د اټومي موافقې ملاتړ کیږي او دا د ټولو اړخونو دنده ده چې هغه عملي کړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فدیریکا موگیریني د چین د دریځ په ستاینه وویل چې اروپایي اتحادیه او نور شریکان په بشپړه هم آهنگۍ کار کوي چې دغه موافقه وساتل شي.

د امریکا جهور رئیس ټرمپ تیره میاشت د ایران سره له اټومي موافقې ووت او وویل چې د ایران اټومي تړون د بالستیک میزایلو د تولید په مخنیوي او په منځني ختیځ کې د ایران د ورانکاریو په منع کولو کې پاته راغلی دی.

د ایران د اټومي تړون نه د وتلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ٢٠١٨ کال د می په ٢٦ اعلان وکړ چې که ایران د واشنگټن غوښتنې ونه مني او د "یو عادي هیواد" په توگه چلند ونه کړي امریکایان به ایران ته د یو دوست په سترگه ونه گوري.

ښاغلي پمپیو د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې د تهران پر وړاندې د امریکا د نوې پالیسۍ هدف د ایران اسلامپالو مشرانو ته د داسې شرایطو ټاکل دي چې هغوی د "عادي مشرانو" په څیر چلند وکړي. هغه زیاته کړه چې "عادي مشران" د خپلو خلکو پیسې په سوریه او یمن کې د ورانکاریو لپاره نه غلا کوي او نه یې مصرفوي.

له دې دمخه ښاغلي پمپیو د ایران په وړاندې د امریکا په نوې پالیسۍ کې ١٢ شرطونه ذکر کړي وو چې د طالبانو او نورو ترهگرو ډلو نه په افغانستان کې د تهران د ملاتړ پای ته رسول په کې شامل دي.

د ایران د اټومي تړون نه د امریکا له وتلو وروسته د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ چې ددې موافقې نه د امریکا وتل کیدای شي په سیمه کې خطرناکه بې ثباتي رامنځ ته کړي او د ایران له خوا د اټومي پروگرام په بیا پیل کولو سره اسرائیل چې په منځني ختیځ کې د واشنگټن نژدې ستراتیژیک متحد دی د نویو گواښونو سره به مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG