د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون: فزانسه د ایران له اټومي تړون نه وځي


د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د متحده ایالاتو کانگرس ته د وینا پر وخت
د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د متحده ایالاتو کانگرس ته د وینا پر وخت

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون د امریکا کانگرس ته په وینا کې د ملتپالنې پر ځای نړیوالتوب او گډ کار باندې ټینگار وکړ.

د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو کانگرس ته وویل چې هیواد یې د ایران له اټومي موافقې نه نه وځي.

هغه وویل چې د ایران سره د نړیوالې ټولنې توافق ښایي ټولې اندیښنې لرې نکړي، خو له دې پرته بل انتخاب نشته او دا باید له لاسه ورنکړو. د فرانسې جمهور رئیس وویل "دا تړون مونږ لاس لیک کړی او ترې نه ووځو".

هغه پدې باندې په ټینگار سره چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي او زیاته یې کړه چې "مونږ د ایران سره اټومي توافق د امریکا په نوښت او ټینگار لاس لیک کړ. اوس باید ونه وایو چې چې دا ښه ندی او له هغه ووځو. مشکلات شته باید پرې کار وکړو."

هغه وویل چې باید د ایران سره د یو پراخ اټومي توافق لپاره باید څلورو اساسات په پام کې وساتل شي. د اوسني توافق رغول، د ٢٠٢٥ کال نه وروسته اټومي وسلو ته د ایران د لاس رسي مخنیوی، په سیمه کې د ایران پوځي شتون او ددې هیواد د بالستیک میزایلو مسله.

ښاغلي مکرون د منځني ختیځ په اړه یې وویل چې هلته باید پخوانۍ اشتباه تکرار نشي.

هغه په سوریه کې د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړ او د سوریې د کیمیاوي وسلو پر زیرمو باندې یې د امریکا، بریتانیا او فرانسې بریدونه سم کار وگاڼه او زیاته یې کړه چې دا د نړیوال نوي نظم یو ښه مثال دی.

د فرانسې جمهور رئیس دا هم وویل چې فرانسه په بشپړه توگه د امریکا د هغه تصمیم ملاتړ کوي چې غواړي شمالي کوریا د خبرو میز ته راوړي چې د هغه هیواد له لورې اټومي تهدیدونه له منځه لاړ شي.

مکرون د امریکا کانگرس ته: یواځې ازادي د ژوند ارزښت لري

ښاغلي مکرون وایي چې اروپا او امریکا باید په گډه د ٢١ پیړۍ د گواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

ښاغلي مکرون وویل پداسې حال کې چې په دموکراسۍ باور لري، د منصفانه ازاد بازار پلوي کوي او نړیوال کیدل، پانگوالي او دموکراسي یواځنۍ لار ده چې نړۍ باید پرې پرمخ ولاړه شي.

هغه زیاته کړه چې ازادي یواځنی شی دی چې د ژوند ارزښت لري. د هغه په وینا ٢١ پیړۍ د بشر پر وړاندې داسې گواښونه رامنځ ته کړي چې "زمونږ اجدادو به یې تصور هم نشو کولای، نو امریکا او اروپا باید په گډه ددغو تهدیدونو پر وړاندې عمل وکړي.

ښاغلي مکرون وویل چې د نوښتونو او اخلاقیاتو ترمنځ باید انډول وساتل شي. هغه منځنۍ طبقه د ټولنې د ملا تیر وباله.

ښاغلی مکرون چې د دوو ورځو راهیسې په واشنگټن ډي سي کې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ میلمه دی او د امریکایي مقاماتو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د صلیقوي اختلافاتو په اړه په خبرو بوخت دی، وایي د هغو قوانینو حاکمیت له گواښ سره مخامخ دی چې مونږ پخپله لیکلي دي.

ښاغلي مکرون په ظاهره د امریکا ځینو تصمیمونو لکه له ځنې نړیوالو سازمانونو نه وتل او د مهاجرت مسلې ته په غیر مستقیمه توگه په اشارې د امریکا د یو پخواني جمهور رئیس روزویلت خبره تکرار کړه چې "یواځنی شی چې باید ترې ویره ولرو هغه پخپله ویره ده".

هغه وویل چې "دوه لارې پرمخ کې لرو، یو یې منزوي کیدل او بل یې نړیوال کیدل دي". د هغه په وینا د نړۍ پر لور دروازه تړل نړۍ نه متوقف کوي. زیاته کړه چې که په نړیواله توگه عمل ونشي "زمونږ نړیوال سازمانونه لکه ملگري ملتونه او ناټو به ونشي کړای چې اهداف پلي کړي".

ښاغلي مکرون د پاریس د اقلیم د تړون نه د امریکا وتلو ته په اشارې وویل "مونږ باید خپلو اولادونو ته یوه د ژوند کولو وړ نړۍ پریږدو. دا یو حقیقت دی چې بله نړۍ نشته نو باید پالنه یې وکړو." هغه وویل پدې باور لري چې امریکا به یوه ورځ بیرته د پاریس له تړون سره یوځای شي.

د فرانسې جمهور رئیس وایي په دموکراسۍ ایمان لري، خو زیاتوي چې " دموکراسی باید د "غلط اخبار د ویروس" پر وړاندې وجنگیږي. هغه په انټرنیټ کې د ترهگرو پروپاگند ته په اشارې وویل چې نړۍ باید د تحجر او د ترهگرو د گواښ پر ضد وجنگیږي.

XS
SM
MD
LG