د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین دپاره روسیه که اروپا؟

په اوکراین کې لاریون کونکي چې د څو ورځو راهیسې په مظاهرو بوخت دي د پولیسو سره یې نښته کړې ده. دغه لاریون کونکي د حکومت څخه غواړي چې خپله پریکړه بدله کړي او د اروپایي اتحاد سره موافقه لاس لیک کړي.


د پلازمېنې کیف په یوې مرکزي څلور لاره کې د پولیسو او مظاهره کونکو ترمنځ د حکومت د تیرې اونۍ د پریکړې له امله چې وايي د اروپايي اتحاد څخه صرف نظر کوي او پر ځای یې د روسیې سره تجارتي اړیکې پیاوړي کوي، نښتې رامنځ ته شوې.

ټاکل شوې وه چې د اروپايي اتحاد سره د اوکراین د یوځای کېدو معاهده د لیتوانیا د ویلنوس په ښار کې د اروپايي اتحاد د ختیځې ملګرتیا په نامه په عمومي غونډه کې لاس لیک شي.

د اوکراین لومړي وزیر مایکولا آزاروف د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې د حکومت پریکړه به د اروپايي اتحاد سره د اوکراین د یوځای کېدو پر پروسې باندي تاثیر ونکړي.

د اروپايي اتحاد او اوکراین ترمنځ د معاهدې د لاس لیکدو پریکړه هغه وخت بدله شوه چې پارلمان هغه لایحه تصویب نکړه چې په لړ کې به یې د اوکراین پخوانۍ لومړۍ وزیره یولیو تایموشینکو د بند څخه را آزاده شوې وای. د اوکراین سره د معاهدې د لاس لیکېدو یو کلیدي شرط د هغې آزادېده و.


اوکراین ویلي دي چې پرځای به یې د بیلاروس، قزاقستان، روسیې او پخواني شوروي اتحاد د نورو هېوادونو سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا باید بحث او مزاکرات پیل کړي ترڅو ددغو هیوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې وده وموندي.
This item is part of
XS
SM
MD
LG