د لاس رسي وړ اتصالات

په اروپا کې اکثر بې سرپرسته مهاجر ماشومان افغانان دي


اکثرو اروپایي هیوادونو خپل د مهاجرت اړوند قوانین سخت کړي دي.
اکثرو اروپایي هیوادونو خپل د مهاجرت اړوند قوانین سخت کړي دي.

د مسکو په گدامونو کې کار کول هغه شان نه و چې قاچاقبر یې د الیاس او د هغه ورور سره ژمنه کړې وه. دغو دواړو افغانو وروڼو د سهار له څلور بجو څخه د شپې تر اتو بجو پورې د مسکو د ښار په یو گدام کې د لاریو بارونه ښکته پورته کول او په کال کې یې یواځې دوه ورځې رخصتي درلوده.

١٧ کلن الیاس د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې قاچاقبر ورسره په اروپا کې د کار او ژوند په اړه غوړې او نرمې ژمنې کړې وې، خو په پای کې مسکو ته راوستل شول او د هغه په وینا له مزد پرته د څاروي په څیر یې د ورځې ١٦ ساعته پرې کار کاوه.

الیاس او ورور کله چې په تیر کال مني کې واوریدل چې ناورې د پناه غوښتونکو پر مخ خپلې دروازې پرانستي دي، نیمه شپه یې په مسکو کې د خپل کارفرما له دفتر څخه شاوخوا ۱۰۰۰ ډالره نغدې پیسې پورته کړې او ناروې ته وتښتیدل.

الیاس چې اوس ١٧ کلن دی د ناروی په التای ښار کې د بې سرپرسته ماشومانو په یو پناه ځای کې اوسیږي او نه پوهیږي چې وبه منل شي او که به بیرته افغانستان ته واستول شي. هغه د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي دي چې دشپې خوب نه ورځي او کله چې سترگې بندې کړي ټولې ترخې پیښې او سرگذشت یې په ذهن کې راژوندی کیږي.

په لسگونو زره افغان ماشومان د کوم مشر شخص له ملتیا پرته تیر کال د زرگونو رنځونو په گاللو او له خطره ډک سفر سره ځانونه اروپا ته ورسول. یواځې شل زره افغان پناه غوښتونکي په تیر مني کې د څو اونیو په ترڅ کې سویډن ته ورسیدل چې یو شمیر زیات یې ماشومان او نوي ځوانان وو. خو په ټولو اروپایي هیوادونو کې د بې سرپرسته افغان ماشومانو شمیر د بل هر هیواد له پناه غوښتونکو زیات دی، حتی د سوریې په پرتله.

د سویډن د کډوالو په اداره کې د افغانستان د چارو کارپوه اندرس ریدن، اژانس ته ویلي چې له اوږد مهاله په دې برخه کې کار کوي خو د تیر کال په څیر حال یې هیڅکله نه دی لیدلی.

ماشومانو د اروپا د مهاجرت اوسني کړکیچ ته نوې څیره ورکړې ده، ځکه اروپایي هیوادونه بې سرپرسته ماشومانو ته د ټولنیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې لومړیتوب ورکوي. خو اوس د ناروی او سویډن په گدون زیات شمیر اروپایي هیوادونو د کډوالۍ په برخه کې خپل قوانین سخت کړي دي او حتا د اړتیا په صورت کې د سن د معلولو لپاره ازمایشونه هم تر سره کوي.

د ۵۳۰۰ مهاجرو ماشومانو له دریو څخه دوه برخې چې په ٢٠١٥ کال کې ناروی ته تللي دي افغانان دي. د اسوشیتد پرس خبریال چې په سختۍ سره د ماشومانو یو ځانگړي پناه ځای ته ورغلی و د هغو سختیو کیسه کوي چې دغو ماشومانو اروپا ته د رسیدو په لار گاللي دي.

اسوشیتد پرس د افغان ١٥ کلن ځوان عبدالکبیر په وینا قاچاقبران بد او خطرناکه کسان گڼلي دي. کبیر ویلي دي "کله چې تږي کیدل، ویل به یې اوبه نشته، چټک ځئ. کله چې به یو څوک بیمار کیده هغوی نه تم کیدل او ناروغ شخص به یې په نیمه لار پریښوده."

ان رورسن، یوه له پنځه نرسانو څخه ده چې د آلتا په روغتیایي کمپ کې وظیفه لري. هغې د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې په دې کمپ کې موجود اکثر پناه غوښتونکي ماشومان په رواني تکلیفونو لکه بې خوبۍ او خفگان اخته شوي دي. د هغې په وینا یو شمیر دغه ماشومان د زیات روحي فشار له وجې حتا د ځان وژنې اقدام کړی دی.

سویډن چې د اکثرو بې سرپرسته ماشومانو مقصد دی، تقریباً هره اونۍ د شخړو، نښتو، ورانکاریو، او حتا د جنسي تیریو شاهد دی چې تازه راغلي نیمه ځوان ماشومان یې عامل گڼل کیږي.

څیړونکي په افغانستان کې خراب امنیتي او اقتصادي شرایط په اروپایي هیوادونو کې دمهاجرو ماشومانو د زیاتوالي عمده دلیل گڼي.

XS
SM
MD
LG