د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي مشران د نوو اقتصادي اندیښنو په اړه د خبرو لپاره راغونډ شوي دي.


اروپایي مشران بیا د یوې عالي جرگې د پاره بروکسیل ته تللي دي. هغوي غواړي دا عالي جرگه په داسي حال کي وکړي چي په دې هکله نوي اندیښنې ورته را پیدا شوي دي چي د سپما هغه پروگرامونه چي دوي په خپلو هیوادونو کي پیل کړي دي په دغه لویه وچه کي د بیکارانو د زیاتیدو ستونزه پراخوي او د اقتصاد د بیا رغوني چانسونه کمزوري کوي.

په زرگونو کارگران پرون د پنجشنبې په ورځ د عالي جرگې د تالار نه دباندي راغونډ شوي وو چي د سپما په هغو پروگرامونو باندي احتجاج څرگند کړي چي اروپایي حکومتونو دد ې د پاره پیل کړي دي چي د بودجې کسر او د اوږدې مودې پورونه کم کړي. اروپایي مشرانو ته داسي یو نوی رپوټ رسیدلی دی چي وایي د هغو خلکو شمیر چي د یورو د سیمي په ١٧ هیوادونو کي کار کوی د
٢٠١٢م کال په وروستیو میاشتو کي دومره ټیټ شوی و چي په تیرو اوو کالو کي یې ساری نه دی لیدل شوی.

د بلجیم د یوې کارگري اتحادیې یوه فعال غړي ( کلاود رولین ) وویل چي د سپما پروگرامونه کارگرانو ته تاوان رسوي او اقتصاد خرابوي.
XS
SM
MD
LG