له اروپا څخه د افغان کډوالو افغانستان ته د ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره د اروپا د کمیسیون له خوا بروکسل ته د طالبانو د استازو په بلل کېدو باندې د اروپا په پارلمان کې نیوکه شوې ده.
د اروپا په پارلمان کې د سوشلیست او ډیموکراتانو ډلې مشرې ایراچې ګارسیا پیریز د دوشنبې په ورځ (مۍ ۱۸) په یو پارلماني غونډه کې وویل: «دوی [اروپايي کمیسیون] هماغه طالبان بروکسل ته غواړي چې نجونې له زده کړې څخه بې برخې کوي. هماغه طالبان چې ښځې په خپلو کورونو کې قید کوي.»
مېرمن ګارسیا د اروپا د پارلمان په یوه غونډه کې د اروپايي هېوادونو له حکومتونو څخه وغوښتل چې هغه حالت ته ستانه نه شي چې نوموړې د طالبانو د حاکمیت «توره دوره» وبلله او زیاته یې کړه چې اروپايي قانون جوړوونکي باید د افغان ښځو له حقونو څخه دفاع کولو ته دوام ورکړي.
دا نیوکې وروسته له هغه کیږي چې د اروپا کمیسیون اعلان وکړ چې دوی له اروپا څخه د افغان پناه غوښتونکو افغانستان ته د ستنولو په اړه د تخنیکي خبرو اترو لپاره د طالبانو استازي بروکسل ته غوښتي دي.
د رپوټونو له مخې، دا تخنیکي خبرې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه کیږي چې په اروپا کې یې د پناه غوښتنې رد شوي دي.
د بشري حقونو او ژورنالستانو د دفاع ټولنو هم اروپا ته د طالبانو د استازو په بلل کېدو نیوکه کړې ده. د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې (CPJ) د دوشنبې په ورځ په اروپايي کمیسیون غږ وکړ چې بروکسل ته د طالبانو له بلنې تیر شي.
دغه کمیټې ویلي: «دا کار، داسې یو رژیم ته مشروعیت ورکوي چې د زور او جبر او [د رسنیو] د سانسور کولو مسئول دی، او د یو نړیوال لوبغاړي په توګه یې معرفي کوي او عامه اړیکې یې پیاوړې کوي. د اروپا کمیسیون باید له دې پلان څخه تیر شي.»
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې په خپل بیان کې ویلي چې دا قهر پاروونکې خبره ده چې له یوې خوا طالبان رسنۍ ځپي او له بلې خوا اروپايي کمیسیون د دوی استازي د خبرو لپاره بروکسل ته بولي.
دغې کمیټې نیوکه کړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د بیاواکمن کېدو راهیسې، طالبانو په افغانستان کې د رسنیو چاپیریال سانسور کړی، یو شمېر خپلواکې رسنۍ مجبورې شوي چې خپل فعالیت بند کړي، په هیواد کې خبریالان په ویره کې کار کوي، په داسې حال کې چې د ملي رسنیو ډیری پوښښ په زیاتیدونکي ډول د طالبانو لپاره تبلیغ ته ځانګړی شوی دی.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) په یوې جلا اعلامیې کې اندېښنه څرګنده کړې ده چې د اروپايي کمیسیون دا ګام «د بشري حقونو د ناقضینو» په ګټه تمامیږي.
د امسو په بیان کې ویل شوي: «اروپايي ټولنه باید د هغو افغان پناه غوښتونکو او خبریالانو غږ ته غوږ ونیسي چې تر ۲۰۲۱ کال وروسته د همدې ډلې [طالبانو] د استبداد له امله د خپلو کورونو او عزیزانو پرېښودو ته اړ شوي دي.»
دغه سازمان ټینګار کړی چې له ازادې نړۍ او نړیوالو بنسټونو سره هر ډول ښکیلتیا باید په افغانستان کې د بشري حقونو او د رسنیو ازادۍ له ښه کېدو سره مشروطه وي.
اروپايي اتحادیه طالبان په رسمیت نه پیژني او له هغوی سره رسمي تعامل په دې پورې تړلی ګڼل کیږي چې د طالبانو حکومت د بشري حقونو د ساتنې نړیوال معیارونه په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره د اړیکو هر ډول عادي کېدل د طالبانو په خپلو اقداماتو پورې تړلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.
فورم \ دبحث خونه