د لاس رسي وړ اتصالات

جوشوا بویل: ما او میرمنې مې غوښتل ۱۲ ماشومان ولرو


جوشوا بویل او میرمن یې کتلین کولمن پنځه کاله د وسله والو سره بندیان و.
جوشوا بویل او میرمن یې کتلین کولمن پنځه کاله د وسله والو سره بندیان و.

کاناډایي جوشوا بویل او امریکایۍ میرمن یې کتلین کولمن وایي د بند پر وخت یې دا پریکړه کړې وه چې هر څومره امکان یې وي، باید غټه کورنۍ ولري.

هغوي پنځه کاله د وسله والو سره بندیان و او اوس درې ماشومان لري چې څلور کلن، درې کلن او د ټولو نه کشر یې شپږ کلن دی. بویل د حقاني شبکې پورې تړلو طالبانو دا تور هم لګولی چې د هغوي یوه وړه لور یې وژلې دي خو طالبانو دا تور رد کړ او ویلي یې دې چې د جوشوا میرمن – کتلین – نقصان کړی و.

جوشوا بویل د اې پي خبري اژانس سره په مرکې ویلي دي " مونږ پریکړه وکړه چې د بند پر مهال هیڅ وخت ضایع نکړو او پوره ګټه ترې واخلو."

د جوشوا بویل میرمن ، کتلین کولمن د برمته کیدو پر مهال امیندواره وه.

ښاغلي بویل په مرکې کې همدارنګه ویلي دي چې د پنځه کاله بند پر وخت په درې بیلا بیلو زندانونو کې ساتل شوي و. هغه وایي په لومړي زندان کې حالت بیخي "وحشیانه" ، په دویم کې بیا هوسا او آرامهخو په دریم کې بیا څو ځله هغه او میرمن یې په زور جلا شول او وهل او ډبول هم پکې و.

د کتلین نه وړاندې، جوشوا بویل د عمر خدر د مشرې خور زینب خدر سره واده کړی و. عمر خدر پنځلس کلن و چې امریکایي عسکرو په افغانستان کې ونیوه او لس کاله بندي و. د عمر خدر پلار د القاعده د شبکې د مخکني مشر اسامه بن لادن سره اړیکې درلودې او د شبکې جګپوړی مالي مرسته کوونکی و.

XS
SM
MD
LG