د لاس رسي وړ اتصالات

جاشوا بویل: "د حقاني کسانو مې ماشومه لور ووژله او زما په میرمنې یې جنسي تیری وکړ"


جاشوا بویل د تورنتو په هوایي ډگر کې د خبرو پر مهال
جاشوا بویل د تورنتو په هوایي ډگر کې د خبرو پر مهال

په پاکستان کې د طالبانو د منګولو نه ژغورل شوی کاناډایي جاشوا بویل وایي د حقاني شبکې جنګیالو د یرغمل په مهال نه یوازې د هغه یوه ماشومه لور وژلې بلکه د هغه په میرمن یې جنسي تیری هم کړی دی.

کاناډا ته د رسیدو په مهال د تورنټو په هوایي ډګر ښاغلي جاشوا خبریالانو ته د خپل اوږدمهاله یرغمل کیسه کړې ده او طالبان یې د "احقمانو او شیطانانو د ډلې" په نوم یاد کړي دي.

طالبانو سره د بند په مهال د جاشوا میرمن کتلین کولمن درې ماشومان زیږولي.

جاشوا ویلي هغه او میرمن یې غوښتل د افغانستان په هاغو سختو سیمو کې د خلکو مرسته وکړي چې نه حکومت او نه غیر دولتي سازمانونه ورتلای شي.

جاشوا بويل او د هغه میرمن کتلین کولمن په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې د سیلانیتوب پر مهال وسله والو طالبانو تښتولي وو.

دغه دواړه پنځه کاله د طالبانو سره په بند کې وو او په روانه اونۍ کې په پاکستان کې د هغه هیواد امنیتي قواو د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتي معلوماتو په بنسټ د یرغمل کوونکو له منگلو وژغورل.

ناپیلې منابع وایي چې دا ښځه او میړه د حقاني ډلې طالبانو یرغمل کړي وو، خو د پاکستان پوځ دا نه وايي چې دا کورنۍ د حقاني ډلې لخوا برمته شوې وه. پاکستان په رسمي توگه ویلي چې دغه کورنۍ يې د ترهګرو له منګلو خوشې کړې ده.

ددغه دوو بهرنیانو د خوشې کیدو په اړوند د پاکستان د حکومت په رسمي بیان کې او خبریالانو ته ددې هیواد د چارواکو په څرگندونو کې تضاد لیدل کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا رسنیو ته ویلي چې د امریکا د استخباراتي معلوماتو وروسته يې دغه کسان د پاکستان قبایلي سیمې کرمه ایجنسې کې ژغورلي دي.

خو یو شمیر باوري امنیتي چارواکو د امریکا غږ ډیوه رادیو خبریال ته ویلي چې دغه ښځه، میړه او د دوي اولادونه د خیبر پښتونخوا کوهاټ ښار نه ۱۵ کلومټره جنوب غربي اړخ ته په نوي کلي کې د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو د ګډو عملیاتو په وخت ازاد شوي دي.

د پاکستان په رسمي دریځ کې یو بل توپیر دادی چې وایي دا برمته شوي کسان یې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې راخوشې کړیدي، خو سپینه ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددغه کورنۍ د خوشې کیدو په برخه کې د کومو پوځي عملیاتو یادونه نه ده کړې او یواځې یې د پاکستان نه مننه کړې ده.

XS
SM
MD
LG