د لاس رسي وړ اتصالات

د تهران مخکنی ښاروال د ښځې د وژلو په تور په مرګ محکوم شو


میترا استاد د محمد علي نجفي دویمه میرمن وه
میترا استاد د محمد علي نجفي دویمه میرمن وه

په ایران کې محکمې د تهران مخکنی ښاروال محمد علي نجفي د خپلې ښځې د قتل په تور په مرګ محکوم کړی دی.

د تهران پخوانی ښاروال نجفي د روان ۲۰۱۹ کال د مۍ په ۲۸ نېټه په کور کې دننه خپله ښځه په ډزو ووژله او بیا یې په خپل جرم اعتراف هم وکړ.

خو نوموړي وویل چې د خپلې ښځې ميترا استاد د وژلو هوډ یې نه لاره او تللی و چې هغه وګواښي.

د ایران د قضايي ځواک ویاند غلام حسین اسماعیلي وویل چې پخوانی ښاروال نجفي د " عمدي قتل او د غیر مجوزې وسلې په لرلو" تورن و. وايي محکمې د قتل سزا ته په کتو هغه په اعدام محکو کړ.

خو مدافع وکیل یې ویلي دي چې د محکمې د پریکړې پر ضد به اعتراض وکړي.

مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د میترا استاد کورنۍ د محمد علي نجفي له کورنۍ سره جوړه کړې ده او د ۱۰ میلیارد تومان په بدل کې به نجفي وبخښل شي، خو کورنۍ یې دا خبرونه رد کړل.

میترا استاد د محمد علي نجفي دویمه مېرمن وه.

XS
SM
MD
LG