د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان اسلام آباد کې د حکومت ضد ستر لاریون کوي


د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان یکشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) اعلان وکړ چې په همدې رواننې اوونۍ کې په پایتخت اسلام آباد کې د حکومت ضد ستر سوله ایز لاریون کوي.

ښاغلي خان د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او په ټوله کې د پاکستانیانو څخه غوښتي چې ځانونه دې د چارشنبې په ورځ لاریون ته ورسوي او زیاته کړې یې ده چې دا لاریون به وروسته په پرلت بدل شي او تر هغه وخته به دا اعتراض روان وي تر څو پورې چې د نویو انتخاباتو کیدو لپاره غوښتنې یې نه وې منل شوې.

پخواني صدراعظم په پیښور کې په خبري کنفرانس کې چې په تلویزیون خپریده وویل چې اوسنی حکومت په هیڅ صورت نه مني او چارواکو ته یې خبرداری هم ورکړ چې په زور دې د لاریون مخه نه نیسي.

هغه وویل، "مهمه نده چې مونږ اسلام آباد کې څومره پاتې کیږو. مونږ به تر هغه وخته هلته پاتې وو تر څو پورې چې هغوي (حکومت) اسامبلۍ منحل کړې نه وي او د شفافو او بهرنۍ لاسوهنې پرته انتخاباتو لپاره یې نیټه نه وې اعلان کړې".

خان له واک څخه تر لېرې کېدو وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې لویې مظاهرې وکړې او هغه یې د پاکستان د حاکمیت د حفاظت مظاهرې وبللې.

تر دې مخکې د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف ويلي وو چې عمران خان د پاکستان خلاف پلان جوړ کړی او په خبره یې باید د هغه په ضد قانوني «اقدامات» وشي، خو هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

د عمران خان سیاسي مخالفانو د هغه حکومت ناکام او د پاکستان د اقتصادي ځوړ او خرابېدو لوی لامل بولي او وايي چې هغه له ځینو هېوادونو سره د پاکستان روابط هم خراب کړي دي.

همدغه راز دوی وايي چې عمران خان په خپلو ژمنو عمل ونکړ او له همدې کبله یې د هغه په ضد سیاسي ایتلاف وکړ اوله واک یې لېرې کړ.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب په پخواني صدراعظم د لاریون کولو په خاطر انتقاد کړی او د ټاکلې نیټې څخه وړاندې د انتخاباتو د کیدو لپاره یې د هغه غوښتنه رد کړې.

میرمن اورنګزیب وویل چې هغه په "سرزورۍ" حکومت نشي مجبورولی چې د انتخاباتو لپاره نیټه ددې په خوښه اعلان کړي.

هغې زیاته کړه چي د شهباز شریف په مشرۍ حکومت به د نورو متحدینو سره تر سلا مشوورو ورسته د عمومي انتخاباتو لپاره نیټه اعلان کاندي.

دا لومړی ځل ندی چې د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی په هیواد کې د نویو انتخاباتتو غوښتونه کوي. وړاندې تر دې چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ملي اسامبلې کې د نه باور د رای ګیرۍ له مخې له واکه لیرې شي، عمران خان د هیواد د جمهور رئیس څخه وغوښتل چې پارلمان منحل او د نویو انتخاباتو لپاره نیټه اعلان کړي چې همداسې وشول.

خو وروسته د پاکستان سترې محکمې نه یوازې د پارلمان منحل کول بلکې د ملي اسامبلې لخوا د نه باور د رای ګیرۍ مخه نیول غیرې قانوني وبلل او حکم یې صادر کړ چې د اپریل په ۹مه باید ملي اسامبله غونډه وکړي او د نه باور رای ګیري وشي.

د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې پاکستان آزاد شوی، تر اوسه هیڅ یو صدراعظم پکې خپله پنځه کلنه واکمني نده پوره کړې او عمران خان د دې هیواد لومړنی صدراعظم شو چې د عدم اعتماد د رای ګیرۍ پر اساس د واکه لیرې کیږي.

XS
SM
MD
LG