د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو وړاندیز سره مخالفت ښودلی


پخواني جمهوررئیس کرزي د افغانستان د جګړې خصوصي کیدل په دغه هیواد کې جګړې د اوږدیدو په معنی ګڼلي دي
پخواني جمهوررئیس کرزي د افغانستان د جګړې خصوصي کیدل په دغه هیواد کې جګړې د اوږدیدو په معنی ګڼلي دي

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، په یوه اعلامیه کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو د وړاندیز سره مخالفت ښودلی او هغه یې په دغه هیواد کې د جګړې د اوږدیدو او د خپلسریو د زیاتیدو په معنی ګڼلی دی.

د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د جګړې خصوصي کول د افغانستان د ملي حاکمیت سره ټکر کې دي.

دا اعلامیه وايي "رپوتونه ښيي چې ګوندې د امریکا متحده ایالات په لټه کې دي چې په افغانستان د جګړیزو چارو مسولیت خصوصي شرکتونو ته وسپاري. د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په افغانستان کې د جګړې خصوصي کول زمونږ حاکمیت او اساسي قانون سره په څرګنده توګه په ټکر کې دی، له دې سربیره د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کول، د جګړې د اوږدوالي، د بې ګناه خلکو د لا زیاتو وژلو او خپلسرۍ او قانون د ماتولو د رواج د زیاتیدو پر معنی به وي".

د افغانستان پخواني جمهوررئیس په خپله دغه اعلامیه کې د عراق جګړې ته اشاره کړې او ویلي دي چې دا ډول اقدام به ډیرې خطرناکې پایلې ولري.

حامدکرزي ویلي چې د هرهغه اقدام مخالف دی، چې په افغانستان کې د جګړې د شدت سبب ګرځي او دې د د امنیت خصوصي کیدل هم په دې برخه کې د یو ګام په توګه ګڼي.

ښاغلي کرزي ویلي "زه خپل ځان مکلف ګڼم چې همدا اوس د امریکا د دغه احتمالي اقدام پر وړاندې خبراداری ورکړم او د دې یادونه وکړم چې دا ډول اقدام به د افغانستان د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شي " .
د افغانستان پخواني جمهوررئیس په دې اعلامیه کې له افغان حکومت هم غوښتي دي، چې د دغسې احتمالي اقدام سره خپل مخالفت ژر اعلان وکړي.

د افغان حکومت غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست په امریکایي رسنیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو د وړاندیز په اړه پر خپرو شوو راپورونو غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان اجرائیه ریاست وایي، چې اصلآ د جګړې د خصوصي کیدو په اړه لا تر اوسه بحث نشته.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې هکله د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت له امریکا سره د امنیتي او ستراتیژیکو همکاریو د سند له مخې د تروریزم په له منځه وړلو کې همکاري کوي.

هغه وویل تر اوسه په افغانستان کې د امریکا په ماموریت کې کوم بدلون ندی راغلی.

"په دې هکله په افغانستان کې کوم بحث نشته او نه مو هم امریکایي متحدینو سره په دې اړه بحث درلود موږ د دوه سندونو امنیتي او ستراتیژیکو همکاریو په اساس له امریکا سره دلته همکار یو او په ګډه یوه موخه څارو چې د تروریزم له منځه وړل دي".

اوس مهال امریکا په افغانستان کې ۸۴۰۰سرتیري لري ، چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د مشورې او زده کړو په برخه کې مرسته کوي

د بلیک واټر وړاندیز

د تیرې سه شنبې په ورځ د "بلک واټر" په نووم د شخصي امنیتي شرکت بنسټ ایښودونکي ایریک پرنس د ډونالد ټرمپ ادارې ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د هڅو ستره برخه "خصوصي" کړي.

هغه دغه راز وړاندیز کړی چې شاوخوا پنځه زره خصوصي پوځي قراردادیان د امریکایي سرتیرو پر ځای افغانستان ته د افغان امنیتي ځواکونو د زده کړو او مرستې لپاره واستوي چې پر وینا یې په دې سره به د امریکایي پوځیانو کلنی لگښت چې اوس مهال۴٥ میلیارده ډالر اټکل شوی، لس میلیارد ډالرو ته راټیټ شي.

د امریکا حکومت لا تر اوسه د دې وړاندیز په اړه تبصره نه ده کړې، خو د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې ژر به د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړي.

د اتمر او مک ماسټر خبرې

د افغانستان د ملي امنیتشورا وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ ناوخته ماښام، د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر سره د ویډیو کنفرانس له لارې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د نظامي او ملکي مرستو پر پراختیا خبرې کړي دي.

د دغې شورا له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دواړوچارواکود افغانستان د امنیت په اړه مفصل بحث کړی او د امنیت د ټینګښت له پاره یې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر څرنګوالي نظرونه تبدله کړي دي. همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو د نظامي او ملکي مرستو پر بهبود او د بیړنیو اړتیا پر تشخیص او رسیدګۍ هم خبرې شوې.دي

د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان په ملکي او نظامي سکتورونو کې اصلاحات مهم و بلل، دواړه لوري په دې نظر و، چې له اداري فساد سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ او سالم مدیریت په موخه په نظامي او ملکي سکتورونو کې د اړتیا وړ مثبتو اصلاحاتو راوستل هدف ته په رسیدو کې مرسته کولی شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د سیمه ییزو سیاسي او امنیتي همکاريو د بهبود په اړه هم خبرې کړي او ویلي دي چې د سیمه ییزو همکاري په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو مرسته کولی شي، چې په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت په موخه د همکاریو لرلید پیاوړی او مستحکم کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې د امریکا دولت او خلک له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو له مبارزې او هڅو څخه کلک ملاتړکوي

XS
SM
MD
LG