د لاس رسي وړ اتصالات

پرنس: افغانستان ته مې د امریکایي نایب الحکومه وړاندیز نه دی کړی


ایرک پرنس سپینې ماڼۍ ته د افغانستان د جگړې د گټلو پلان وړاندې کړی دی.
ایرک پرنس سپینې ماڼۍ ته د افغانستان د جگړې د گټلو پلان وړاندې کړی دی.

د یوه امریکایي خصوصي امنیتي شرکت رئیس ایرک پرنس وایي چې د افغانستان لپاره یې په پلان کې د وایسرای (نایب الحکومه) د ټاکلو وړاندیز، هلته د امریکایي نایب الحکومه ټاکل نه دي، بلکې د امریکا د ټولو ملکي او امنیتي پروگرامونو لپاره د یوه واحد مسؤل شخص ټاکل دي.

ایرک پرنس د بلیک واټر د خصوصي امنیتي شرکت له امله نړیوال شهرت لري، خو نن سبا د سرحدي خدماتو په نوم د شرکت رئیس دی او څو ورځې وړاندې یې جمهور رئیس ټرمپ ته د افغانستان د جگړې د گټلو یو پلان وړاندې کړی و.

ایرک پرنس د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل "افغانستان زما لپاره نوی نه دی، ما په ١٩٩٧ کال کې په افغانستان کې د سولې د ټینگښت او پراخ بنسټ حکومت د جوړولو په موخه د لویې جرگې ملاتړ کړی و."

ښاغلي پرنس د افغانستان لپاره د وړاندې کړي پلان په جزئیاتو کې وویل چې د افغانستان د ملي اردو د هر کنډک سره به خپل ٣٦ وسله وال وگماري، چې د افغان سرتیرو سره به یو ځای اوسیږي، مشوره به ورکوي او که اړتیا وه یوځای به ورسره جنگیږي.

پرنس وایي په وړاندې کړي پلان کې یې پاکستان هم شامل دی، ځکه چې د حقاني ډله او هر هغه وسله وال باید له منځه یوړل شي چې د افغانستان د حکومت سره جنگیږي.

پرنس زیاتوي "افغانان ښه جنگ کولی شي، خو د گټلو لپاره اړین امکانات نه ور رسیږي، موږ به همدا وکړو"

د پرنس په پلان کې افغانستان ته د لسگونو الوتکو او سلگونو هلیکوپترو لیږل هم شامل دي چې په هرې یوې کې به د یوه بهرني پیلوټ په خوا کې یو افغان پیلوټ هم ناست وي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي دي چې په افغانستان کې د بریا لپاره به ډېر ژر یوه نوې پالیسي اعلان کړي.

د ایرک پرنس سره د ایوب خاورین بشپړه مرکه د یکشنبې په ماښام د اشنا تلویزیون په خپرونه کې وگورئ.

XS
SM
MD
LG