د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ پخواني وکیل ومنله د ټرمپ په وینا یې جرم کړی


د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخواني شخصي وکیل مایکل کوهن محکمې ته شاهدي ورکړېده چې د ولسمشر په وینا یې جرم کړیدی.

د ولسمشر ټرمپ وکیل د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو نه مخکې دوو هغو ښځو ته د چپ پاتې کیدو لپاره پیسې ورکړې وی چې د ولسمشر سره یې د جنسي اړیکو ادعاگانې کولی.

د ټرمپ وکیل د نیویارک د منهاټن په یوې محکمې په ځان لگیدلې اته تورونه ومنل چې پکې د مالیې پټول او د انتخاباتي کمپاین د مصرف د اصولو نه د سرغړونو تورونه هم شامل دي.

ښاغلی کوهن د ټرمپ نوم ندی اخیستې خو د هغه وکیل لیني ډیوس وروسته وویل چې هغه د ولسمشر ټرمپ خبره کوله.

لیني ډیوډ په یوې اعلامیې کې وویل "نن مایکل کوهن په محکمې کې ودریدو او شاهدي یې ورکړه چې هغه د ولسمشر په وینا جرم کړیدی چې دوو ښځو ته یې لدې کبله پیسې ورکړې چې په انتخاباتو اثر وشي"

هغه وویل چې که دغه پیسې ورکول د مایکل کوهن لپاره جنایت وي نو دا به د ولسمشر ټرمپ لپاره جنایت ولې نه وي.

دغه دوه ښځې چې پیسې ورته ورکړل شوېدي، یوه یې د لوڅو فلمونو ستورې سټورمي ډینیل او بله کیرن مکډگل ده. یوې ته ١٣٠،٠٠٠ او بلې ته ١٥٠،٠٠٠ ډالرې ورکړل شویدي.

XS
SM
MD
LG