د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف 'په خپله خوښه له څلور کاله جلاوطنۍ' وروسته پاکستان ته ستون شو


​​​​​​​د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف له څلور کاله جلاوطنۍ وروسته د شنبې په ورځ، اکتوبر ۲۱مه خپل هېواد ته ستون شو.‌
​​​​​​​د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف له څلور کاله جلاوطنۍ وروسته د شنبې په ورځ، اکتوبر ۲۱مه خپل هېواد ته ستون شو.‌

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف له څلور کاله جلاوطنۍ وروسته، د شنبې په ورځ، اکتوبر۲۱ (تلې۲۹مه) خپل هېواد ته ستون شو.

پاکستان ته له ستنیدو وروسته به نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې برخه واخلي، ځکه ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې په هغه هیواد کې عمومي‌ ټول ټاکنې ترسره شي.

بلخوا په لاهور کې چې د ښاغلي‌شریف د سیاسي ځواک اصلي مرکز ګڼل کیږي،‌ د هغه زرګونه پلویان د مسلم لیګ (ن) د شنه او ژیړ بیرغونو په رپولو سره د نوموړي د هرکلي لپاره راغونډ شوي وو.

د عمومي‌ ټولټاکنو په نږدې کیدو سره چې د جنورۍ تر میاشتې پورې ځنډیدلی دی، پاکستان له ډیرو امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ دی. د پاکستان پخوانی صدراعظم او د نواز شریف اصلي سیال، عمران خان د فساد په تور اوسمهال په زندان کې دی.

نواز شریف له دوبۍ څخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته تر الوتنې مخکې خبریالانو ته وویل:"موږ ټاکنو ته بشپړ چمتووالی لرو، زموږ هېواد چې باید د سوکالۍ لوړو پړاونو ته رسېدلی وای، شاته تللی دی؛ څنګه او ولې دې ځای ته ورسېدو؟"

نواز شریف مخکې له دې چې په ۲۰۱۸ کال کې له پاکستانه ووځي، د فساد په تور زنداني‌ شوی و. نوموړی په برتانیا کې تر درملنې لاندې و او پاکستان ته تر ستنېدو مخکې یې د محکمې څو حکمونه له پامه غورځولي وو.

یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې ښايي نواز شریف د پاکستان له ځواکمن پوځ سره یوه معامله کړې وي ځکه تېره اوونۍ د اسلام اباد عالي محکمې د هغه ضمانت منظور کړی و او هېواد ته له ستنېدو وروسته یې د هغه د نیولو ګواښ په موقت ډول لغوه کړ.

نواز شریف چې د خپلو پلویانو په منځ کې د "پنجاب زمري" په نوم پیژندل کیږي، د لنډ وخت لپاره د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د قانوني وکیلانو له ډلې سره د محکمې اسناد لاسلیک کړل. هغه بیا وروسته په یوې چورلکۍ کې لاهور ته ولاړ.

نواز شریف چې درې ځله یې د پاکستان د صدراعظم په توګه دنده تر سره کړې، په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال کې نه یواځې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې کړای شو، بلکې د اداري فساد په تور محاکمه او له سیاسي فعالیته د تل لپاره منع شو. خو نوموړي تل ویلي چې پر ده لګېدلي تورونه سیاسي انګیزه لري.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان اوسمهال د صدراعظم انورالحق کاکړ په مشرۍد موقت حکومت له خوا اداره کېږي، چې د روان کال په اګست مياشت کې د دغه هېواد د پارلمان له منحل کېدو وروسته رامنځته شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG