د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د پنځو کالونو لپاره په سیاست کې د ګډون څخه بند شو


د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې عمران د راتلونکو پنځو کالونو لپاره په انتخاباتو کې ځان نشي کاندیدولی.
د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون ویلي چې عمران د راتلونکو پنځو کالونو لپاره په انتخاباتو کې ځان نشي کاندیدولی.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون سه شنبه اګست ۸ (زمري ۱۷) مخکنی صدراعظم عمران خان د پنځو کالونو لپاره د دولتي ادارو د مشرۍ کولو څخه منع کړی او پدې سره ښاغلي خان د ۲۰۱۲ کال راپدیخوا د پاکستان دریم صدراعظم شو چې پر ضد یې دا ډول پریکړه کیږي.

د انتخاباتو کمیسیون دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې په اسلام آباد کې یوې محکمې عمران خان په غیر قانوني توګه د دولتي سوغاتونو په قضیې کې مجرم وباله او درې کاله یې د بند په سزا محکوم کړ.

د پاکستان د موجوده قوانینو په اساس، محکوم شوی کس نشي کولای چې د خپل ګوند مشر شي، انتخاباتو کې برخه واخلي او یا د یوې دولتي ادارې مشري وکړي. خو که د اسلام اباد عالي محکمه د عمران خان محکومیت رد کړي، هغه بیا کولای شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

خو د ښاغلي خان تحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر ذوالفقار بخاري امریکا غږ ته وویل چې د انتخاباتو د کمیسیون دا پریکړه د "وخت څخه مخکې" ده او هغه یي د حکومت یوه بله هڅه وبلله چې غواړي عمران خان د سیاسي ډګر څخه لیرې کړي.

ښاغلي بخاري امریکا غږ ته وویل، " مونږ ډیر ډاډه یو چې د عمران خان په ضد د رشوت خورۍ قضیه به په عالي محکمې کې بدله شي او که په ستره محکمه کې به بدله شي".


د ۱۹۴۷ میلادي کال راپدیخوا چې پاکستان آزاد شوی،د دې هیواد هیڅ یو صدراعظم چې د خلکو د رایو له مخې ټاکل شوی وي، خپله پنځه کلنه دوره نده پوره کړې.

د پاکستان پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په ۲۰۱۲ کال کې پدې خاطر د پنځو کالونو لپاره د دولتي ادارو د مشرۍ څخه بند شو چې سترې محکمې د دې محکمې د سپکاوي په تور له واکه لیرې کړ.

د پاکستان سترې محکمې پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ځکه له دندې لیرې کړ چې د جمهور رئیس آصف علي زرداري په خلاف د فساد دوسیه یې د سره نه پرانیستله.
د پاکستان سترې محکمې پخوانی صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ځکه له دندې لیرې کړ چې د جمهور رئیس آصف علي زرداري په خلاف د فساد دوسیه یې د سره نه پرانیستله.

محکمې د ښاغلي ګیلاني څخه چې د پیپلز ګوند صدراعظم و، غوښتل چې د هغه وخت د جمهور رئیس آصف علي زرداري پر ضد د فساد قضیه د سره پرانیزي خو هغه د محکې دا حکم ونه مانه.

ښاغلي ګیلاني له همدې کبله ونشو کړی چې په ۲۰۱۳ کال کې په انتخاباتو کې برخه واخلي خو په ۲۰۱۸ کال کې یې وکړی شو چې بیرته سیاسي فعالیت ته راستون او په انتخاباتو کې شریک شي.

د پاکستان د اوسني صدراعظم شهباز شریف په مشر ورور او پخواني صدراعظم نواز شریف بیا په ۲۰۱۸ کال کې د ټول عمر لپاره د دولتي ادارې د مشرۍ کولو بندیز لګیدلی.

نواز شریف چې د خپل عاید سرچینو نه په ډاګه کولو په تور د ټول عمر لپاره د دولتي مقامونو د مشرۍ څخه بند شوی.
نواز شریف چې د خپل عاید سرچینو نه په ډاګه کولو په تور د ټول عمر لپاره د دولتي مقامونو د مشرۍ څخه بند شوی.

سترې محکمې ښاغلی شریف وروسته تر هغه عمري د سیاست څخه بند کړ چې نه یې غوښتل د خپل عاید سرچینه په ډاګه کړې او محکمې پدې قضیې کې مجرم وباله.

د پاکستان په تاریخ کې ۱۸ ځله د دې هیواد صدراعظمان د فساد، نظامي کودتاګانو او یا د واکمنو ګوندونو د خپل منځي اختلافاتو له کبله اړ شوي چې د صدراعظمۍ دورې بشپړیدو څخه وړاندې دنده پریږدي.

عمران خان ادعا کوي چې د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د بې واکه کیدو طرحه یې پوځ جوړه کړې وه چې د دې هیواد په سیاست کې ډیر واک لري خو پوځ دا تورونه ردوي.

د انتخاباتو د کمیسیون د سه شنبې ورځې پریکړه پدې معنی چې د تحریک انصاف ګوند مشر به ونشي کړی په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي چې ټاکل شوې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر په میاشت کې وشي خو ښایي چې د یو څو میاشتو لپاره به وځنډول شي.

خو که محکمه په هغه لګول شوی بندیز لیرې کړي، ښاغلی خان به وکړی شي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ښاغلي خان د اسلام اباد د محکمې پرېکړه نه ده منلې او د استیناف غوښتنه یې کړې.

د عمران خان وکیل نعیم حیدر پنجوتا وویل چې عالي محکمه به د چهارشنبې په ورځ دا قضیه واوري.

د لاهور پولیسو د شنبې په ورځ عمران خان له هغه وروسته ونیوه چې د اسلام اباد محکمې هغه د نورو هېوادونو له لوري حکومت ته د ورکړل شویو ډالیو د خرڅولو په تور په دریو کالونو بند محکوم کړ.

د عمران خان وکیل له هغه سره د اټک په زندان کې ملاقات کړی، دا زندان کلک امنیتي تدابېر لري. عمران خان په ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې د قانون خلاف کوم کار یې نه دی کړی.

د نوموړي وکیلانو ویلي دي چې باید د هغه محکومیت ختم او ناقانونه وګڼل شي. دوی همدغه راز له محکمې غوښتي دي چې عمران خان ته برائت ورکړي ځکه چې د هغوی په وینا خان په قانونه توګه نیول شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG