د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې ډاکترانو د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو خبرداری ورکړی


د کرونا وبا له خپرېدو درې کاله وروسته، د امریکا په متحده ایالاتو کې ډاکترانو د XBB.1.5 په نامه د کرونا ویروس د نوې فرعي بڼي د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

په امریکا کې د کتلوي معافیت او د واکسین شویو کسانو د لوړې فیصدۍ سره سره، د کرونا ویروس دې فرعي ساري بڼې، طبي څېړونکي ځیر ساتلي دي.

د جان هاپکنز په پوهنتون کې د ساري ناروغیو متخصص، ډاکټر ډېوډ ډاوډي وویل: "دغه بڼه، د اومیکرون د لویې کورنۍ برخه ده، دلته په متحده ایالاتو کې په دغې بڼې ډیر کسان اخته دي، اټکل کیږي چې د کویډ ۱۹ د ټولو ناروغانو ۴۰ فیصده جوړوي."

درې کاله کیږي چې د کروناویروس وبا د چین له ووهان څخه را پیدا شوه، د نړۍ ټولو برخو ته خپره شوه او له هغه وروسته یې په بیلابیلو بڼو تکامل وکړ.

په عین وخت کې، د ژمي له پیل راهیسې په امریکا کې د والګي او تنفسي ناروغۍ زیاتې شویدي او کرونا ویروس ځینې وختونه روغتونونه له ستونزو سره مخامخ کوي.

څېړونکي وايي د زکام او آر اس وي ناروغۍ خپل اوج ته رسېدلي دي، خو د کروناویروس دا نوی ډول د تیرو ډولونو په پرتله ملایم دی. خو خبرداری ورکوي چې روغتونونه باید خپل چمتوالی وساتي.

د طبي چارو څېړونکي، ډاکټر ټام فرېډن، وویل: "وروستۍ خبره داده چې د کویډ ناروغۍ به دوام ولري. د طبي چارو ادارو ته لازمه ده چې بیداره واوسي او د نرسانو او طبي کارکوونکو د کمښت ستونزې حل کړي. خلکو ته په کار ده چې د زکام او کویډ واکسینونه وکړي. هغه خلک چې اندېښنه لري او یا له خطر سره مخامخ دي باید په هغو ځایونو کې چې د ویروس د خپرېدو امکانات په کې زیات وي، ماسکونه واچوي. دا د نورمال ژوند نوې بڼه ده."

په چین کې بیا خبره بل ډول ده. حکومت د کرونا ویروس د ختمولو په پالیسۍ کې د نرمښت له راوستو وروسته، په دغې ناروغۍ د اخته کسانو د شمیر د زیاتېدو خبره کوي. د دغې پالیسۍ له امله د خلکو په خوځښت خورا زیات محدودیتونه لګول شوي وو.

د کالیفورنیا پوهنتون استاد، ډاکټر رابرټ واچر، وویل: "په چین کې په دغې ناروغۍ د زیاتو خلکو داخته کېدو علت دادی، چې ډیر شمیر خلک په تیرو کلونو کې په قرنطین کې ساتل شوي وو، واکسین شوي نه وو او که واکسین شوي هم وي داسې واکسین یې کړی چې موثر نه دی. اوس دوی ټول بهر راوتي او په دې ناروغۍ اخته کیږي."

چین اوس د نړۍ د نورو هیوادونو په شان دې پایلې ته رسیدلی دی، چې د کویډ ناروغي ژر ختمېدونکې نه ده او باید د نورو موسمي ناروغیو په څېر ورسره چلند وشي.

XS
SM
MD
LG