د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان په جومات کې دننه چاودنې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


د بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي نن د پنجشبې په ورځ جون اتم ( جوزا ۱۸) ددغه ولایت لپاره د طالبانو د مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې ده.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي معازالدین احمدي امریکا غږ ته په دې چاودنه کې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د مخکیني امنیه قوماندان مولوي صفي الله صمیم وژل کیدل تائید کړل.

خو هغه په دغه چاودنه کې د پيښې شوې نورې مرګ ژوبلې او د چاودنې د بڼې په اړه معلومات ورنکړل.

عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل، چې چاودنه د فیض اباد ښار حصه اول سیمه کې په نبوي جومات کې دننه شوې ده، چې له امله یې مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په چاودنه کې یوولس تنه وژل شوي او له ۳۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې چاودنه په داسې حال کې د فیض اباد په نبوي جومات کې وشوه، چې ډیر خلک ددغه ولایت مرستیال والي د فاتحې لپاره په دغه جومات کې راټول شوي و.

خو ځینو سیمه ییزو رسنیو په دې چاودنه کې د ۱۵ تنو د وژل کیدو او له ۵۰ زیاتو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

مولوي نثار احمد احمدي د سه شنبې په ورځ د فیض اباد په ښار کې په یو ځانمرګي برید کې د خپل ډرایور سره وژل شوی و.

د بدخشان د ولایتي چارواکو د وینا له مخې یو ځانمرګي بریدګر د دغه ولایت د محکمې ریاست سره نږدې د ولایت د مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي موټر مخ ته د چاودیدونکو توکو ډک خپل موتړ وچاوه، چې له امله یې مولوي احمدي او د هغه ډرایور وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه د فاتحې په مراسمو کې ددغې چاودنې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو د بدخشان په مرستیال والي باندې د سه شنبې د ورځې د برید مسولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ټویټر په یو پیغام کې د بدخشان په جومات کې د چاودنې له امله د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله "ژوره خواشیني" څرګنده کړې او دا عمل یې غندلی دی. یوناما ویلي چې دا او دې ته ورته وروستي بریدونه د ملکي وګړو ژوند ته بشپړ نه پاملرنه په ډاګه کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د ټولو بشري او اسلامي معیارونو خلاف بللی دی.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله په فیض آباد کې پر نبوي جومات د حملې د غندلو په ترڅ کې ویلي چې "پر جوماتونو او مذهبي ځایونو بریدونه د اسلام له احکامو او انساني اصولو سره په ټکر کې دي. هیڅ توجیه نلري."

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته تراوسه د بدخشان ولایت مرکز کې د طالبانو په لوړ پوړو چارواکو څو بریدونه شوي دي.

د تیر ۲۰۲۲ کال د ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) د بدخشان ولایت د امنیه قوماندانۍ له ودانۍ سره نژدې په یو موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدنکو توکو د چاودنې له امله د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندان مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان و.

د دې دمخه د روان ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې په نهم ( کب ۱۸) د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې د دوو نورو کسانو سره وژل شوی و. په دې برید کې اوه تنه ټپیان شوي و.

په داود مزمل باندې د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG