د لاس رسي وړ اتصالات

د پلخمري ښار په یو جومات کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه وژلي


د پلخمري ښار په دوییمه ناحیه کې د امام زمان جومات
د پلخمري ښار په دوییمه ناحیه کې د امام زمان جومات

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې سیمه ییزو سرچینو د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې۲۱مه) وویل، چې د پلخمري ښار په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

خو ځايي رسنیو بیا په دغه چادونې کې د لږ تر لږه ۱۵ تنو د وژل کېدو او ۲۰ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اسدالله مصطفی هاشمي رسنیو سره په خبرو کې د پلخمري ښار په دوییمه ناحیه کې د امام زمان په تکیه خانه کې چاودنه تائید کړې او ویلي دي، چې په چاودنه کې تلفات هم پیښ شوي دي، خو هغه د تلفاتو دقیق شمیر نه دی ښودلی.

بلخوا د طالبانو د وياند مرستيال، بلال کريمي د چاودنې د تائيد او غندلو ترڅنګ، د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي، چې د چاودنې د جزئياتو په اړه معلومات نه لري.

خو ځايي سرچینو تائید کړې، چې چاودنه د پلخمري ښار په دوییمه ناحیه کې د امام زمان جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده. دغو سرچینو همداراز ویلي چې، د پیښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عبدالحمید په نوم یو تن عیني شاهد د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د چاودنې غږ "ډېر وحشتناک و او یو شمیر شهیدان او ټپیان روغتون ته انتقال شول."

د ایران غبرګون

په کابل کې د ایران سفارت د جمعې په ورځ، اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱مه) د بغلان ولایت په مرکز د پلخمري ښار کې د چاودنې په غبرګون کې، ددغه چادونې پړه د امریکا او اسرائیلو پر ملاتړو اچولې ده.

یاد سفارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي دي،‌ چې نن د جمعې د لمانځه پر مهال، افراطي ترهګرو چې د امریکا او اسرائیل له ملاتړ څخه برخمن دي،‌ د پلخمري ښار د امام زمان په جومات کې یوه زړه بوږنونکې او مرګونۍ تروریستي برید ترسره کړ،‌ چې له امله یې یو شمېر بې ګناه لمونځ کوونکي په شهادت ورسیدل.

د امريکا او اسرائيل چارواکو تر اوسه د ایران سفارت ددغه تور په اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه هیڅ کوم کس یا ډلې د دغه مرګونې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د داعش خراسان څانګې د ورته بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته، د داعش خراسان څانګې ته له څو کلونو راهیسې د واک د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د سیال په توګه کتل کېږي.

خو دغه ډله له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه ګانو په تېره بیا د هزاره توکمو پر وړاندې د خونړیو بریدونو مسووله ده. همداراز، دغې ډلې پر سني مسلمانانو هم مرګونې بریدونه کړي دي.

داعش ترهګرې ډلې نه یوازې دا چې دغه قومي او مذهبي لږکۍ په جوماتونو، روغتونونو، ښوونځیو، مظاهرو او نورو عامه ځایونو کې په نښه کړي، بلکې د دې خونړیو بریدونو پړه یې هم له کوم دلیل او توجیه پرته په غاړه اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG