د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي چارواکي: بغلان کې موټر بم چاودنې څلور کسان وژلي او ۲۸ ټپيان دي


مرکزي بغلان کې د تیرې ورځې چاودنې ته نژدې سیمه
مرکزي بغلان کې د تیرې ورځې چاودنې ته نژدې سیمه

د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، تیره ورځ د مرکزي بغلان ولسوالۍ مخته د طالبانو موټر بم برید کې درې پولیس سرتیري وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن سې شنبه جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پيغام کې ویلي چې دغه موټر بم برید تیره ورځ ناوخته شااوخوا شپږ بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په قراول کې شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو موټر بم د امنیتي سرتیرو لخوا تر پيژندل کېدو وروسته چاودنه کړې ده.

ویل کیږي په دغه چاودنه کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال محب الله نجرابي هم ټپي شوی دی.

د بشارت په وینا په دغه موټر بم برید کې د پېښې ځای ته څېرمه ملکي اوسېدونکو ته هم ګڼ مالي او ځاني زیانونه رسېدلي دي.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند همدارنګه زیاته کړې چې په موټر بم برید کې ۲۰ ملکي وګړي ټپیان شوي او یو تن مړ شوی دی.

د افغان چارواکو په وینا تر یادې چاودنې وروسته د مرکزي بغلان ولسوالۍ په څنډو کې د امنیتي سرتیرو او طالبانو ترمنځ نښتې هم شوي چې په وینا یې پنځه وسله وال طالبان پکې وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د مسؤلیت په اخیستلو سره په دغه موټر بم برید کې د ۴۱ پولیسو د مرګ ژوبلې او ګڼ شمېر پوځي وسایطو ویجاړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG