د لاس رسي وړ اتصالات

په مزار کې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ژوبل کړي


تصویر: ارشیف

د افغانستان د بلخ ولایت له مرکز «مزار شریف» څخه راپورونه وايي چې یوې چاودنې لږ تر لږه شپږ تنه ژوبل کړي دي.

چاودنه د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۴ (سنبله۲) په ځايي وخت د سهار په ۱۱:۳۰ په «بلخ دروازه» کې شوې ده.

په بلخ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي چې یو کس غوښتل چاودېدونکي توکي ښار ته داخل کړي چې چاودنه شوې. نوموړي په چاودنې کې د تلفاتو په اړه ډېر جزیات ورنکړل.

په بلخ کې د ابوعلي سینا روغتون مسئول غوث الدین انوري امریکا غږ ته وویل چې له دغې پېښې څخه ورته شپږ زخمیان وروستل شوي دي.

ښاغلي انوري وویل چې ټول زخمیان ملکي کسان دي او یو ماشوم هم په کې شامل دی. هغه وویل چې د یو زخمي وضعیت ښه نه دی.

خو په سیمه کې ځینې عیني شاهدان وايي چې زخمیان تر هغه ډېر دي چې چارواکي يي وايي. په ټولنيزو رسنیو کې د دغې پېښې ویدو خپره شوې چې په کې ښودل کېږي چې له چاودنې وروسته زخمي کسان پراته دي او عادي خلک یې روغتون ته د انقالولو هڅه کوي.

تر دې دمه کوم کس یا ډلې د دغې چاودنې مسئولیت نه دی منلی. مګر په وروستیو کې د اکثریت چاودنو مسئولیت د داعش ډلې منلی دی. څو ورځې مخکې په کابل کې په یو جومات کې دننه چاودنه وشوه چې شاوخوا ۲۱ تنه یې ووژل. د داعش ډلې یې مسئولیت ومانه.

همدغه راز تر دې مخکې په مزار کې د طالبانو د "۲۰۹ الفتح" قول اردو په یو موټر باندې چاودنه وشوه چې یو شمېر کسان يې ووژل او ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG