د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په کابل کې د عراق په سفارت د برید مسولیت ومانه


د کورنیو چارو وزارت وايي په برید کې یو پولیس ژوبل شوی
د کورنیو چارو وزارت وايي په برید کې یو پولیس ژوبل شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د عراق په سفارت برید پای ته ورسېده او یوازې یو پولیس ژوبل شوی دی.

وزارت وايي چې څلورو ځانمرګو دا برید پیل کړ چې بیا افغان امنیتي ځواکونو ووژل. د عراق سفارت د کابل د "شهر نوی" په سیمه کې دی.

د داعش پورې اړوندې یوې ویپاڼې "اعماق" کې ادعا شوې چې دا برید هغوی کړی دی. د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې په دې برید کې یو افغان پولیس برسیرن ټپي شوی او بل چا ته زیان نه دی رسیدلی.

برید دوشنبه (جولاۍ ۳۱- سهار۱۱بجې) وشو، لومړی یو ځانمرګي د سفارت د دروازې په مخکې ځان والوزوه چې دریو نورو ته لاره خلاصه کړي. چارواکي وايي بریدګر له برید وروسته د سفارت په ودانۍ کې دننه له افغان امنیتي ځواکونو سره په جنګ شول.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ له نږدې څلورو ساعتو نښتې وروسته په برید کې شامل ټول بریدګر یې وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د بیان له مخې، د پولیسو ځانګړو قطعاتو د برید پر مهال په کابل کې د عراق سفیر، د هغه مرستیال او د دغه سفارت ټول کارکوونکي خوندي ځای ته لیږدولي او هیچا ته په کې د سر زیان نه دی اوښتی.

راپورونه وايي دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د عراق په سفارت باندې دا ډول ځانمرګي بریدونه کیږي. تراوسه د عراق حکومت د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG