د لاس رسي وړ اتصالات

د ټانکر مخه نیوونکې سرتیري وستایل شول


د زنبق په څلور لارې کې د ټانکر بم په چاودنه کې ١٥٠ کسان وژل شوي و.
د زنبق په څلور لارې کې د ټانکر بم په چاودنه کې ١٥٠ کسان وژل شوي و.

په افغانستان د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت، بهرنیو ډیپلوماټانو او افغان چارواکو د هغو افغان سرتیرو د سرښندنې قدرداني وکړه چې د می میاشتې په ۳۱ مه په کابل کې د ټانکر موټر په چاودنه کې مړه او زخمیان شوي و.

په دغه برید کې اووه پولیس هغه وخت ووژل شول او دوولس نور زخمیان شول چې د کابل ډیپلوماټیکي سیمې ته یې د دغه چاودېدونکي ټانکر د ننوتلو مخه ونیوله.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن د دغو افغان امنیتي ځواکونو د قربانیو ستاینه وکړه.

په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر هوګو لارنس وايي د دغو امنیتي ځواکونو د مسئولیت احساس او مېړانې د امریکا سفارت له یوې لویې فاجعې وژغورلو.

په افغانستان کې د جرمني سفیر والټر هسمن وايي دغو افغان امنیتي ځواکونو پخپلې سرښندنې هغه ژمنه پوره کړه چې د هغو ټولو د امنیت او خوندیتوب لپاره یې کړې وه چې په دې هېواد کې اوسیږي.

د کابل د زنبق څلور لارې په برید کې څه د پاسه ۱۵۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

د ټانکر مخه نیوونکې سرتیري وستایل شول
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

XS
SM
MD
LG