د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې دوه جلا چاودنو کې شپږ نظامیان وژل شوي


د هرات ولایت چارواکي وايي چې د هرات په ښار او شینډنډ ولسوالۍ کې دوه چلا چاودنو مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د هرات د والي مرستیال نوراحمد حیدري د پنجشنبې په ورځ د اپریل لومړۍ (وري ۱۲) وویل چې نن سهار د هرات ښار په "کمرکلاغ" سیمه کې په یوې امنیتي پوسته کې چاودنه شوې ده.

ښاغلي حیدري زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هرات ولایت دغه چارواکي د چاودنې د څرنګوالي په تړاو معلومات ورنکړل.

همدا شان د هرات والي سید وحید قتالي وویل چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د موټربم برید له امله د ملي امنیت څلور سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

ښاغلي قتالي زیاته کړه چې دا چاودنه د شینډنډ د امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت د مدیریت څنګ ته نږدې شوې او له چاودنې وروسته په افغان ځواکونو وسله‌وال برید هم شوی.

د هرات والي وویل چې په پېښه کې ټپي شوي سرتیري د ظفر ۲۰۷ قول اردو روغتون ته لېږدول شوي چې د دوو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د هرات والي دغه برید د طالبانو کار وباله خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG