د لاس رسي وړ اتصالات

د تخار د علماو شورا رئیس د چسپکي ماین چاودنه کې وژل شوی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغان چارواکي وايي، د تخار ولایت د علماو شورا رئیس مولوي عبدالصمد محمدي د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن چهارشنبه مارچ ۳۱ (وري ۱۱) تر غرمې مخکې په مرکز تالقان کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د چسپکي ماین په دغه چاودنه کې درې کسان نور هم ټپیان شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن د بلخ ولسوالۍ په کلفت بندر سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه چاودنه کې یو ماشوم او یو د پاخه عمر سړی وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې په ټپیانو کې د ښځو او ماشومانو ترڅنګ درې امنیتي ځواکونه هم شامل دي.

تر دا مهاله د دغه دواړو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت په ګډون نړیوالې ټولنې او نورو بنسټونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ټينګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG