د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په څلورو کسانو د تروریزم الزام ولګوی


FBI
FBI

امریکايي چارواکو په څلور کسانو باندې الزام لګولی دی چې د القاعدې او طالبانو سره په یو ځاي کیدو سره یې د امریکا نه دباندې د امریکایانو د وژلو توطیې جوړولي.

د امریکا د تحقیقاتو فدرالي بیرو یا FBI پرون ناوخته وویل چې دغه ډلې پلان درلودی چې د دغې ادارې په وینا ((د تشدد نه ډک جهاد)) کې ښکیله شي. FBI زیاته کړې ده چې دغه ډلې غوښتل چې په پوځي اډو او نورو حکومتي تاسیساتو باندې بمي بریدونه وکړي.

FBI وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې د سهیل عمر کبیر په نامه یو شخص چې افغان الاصله امریکايی دی دوه کسان ته یې د انور العولقي تندلارې اسلامي مفکوره ورمعرفي کړي وه. انور العولقي بیا تیر عیسوي کال په یمن کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

دغو دروو کسانو بیا څلورم کس هم په خپلې ډلې کې وګماری او کبیر بیا افغانستان ته سفر وکړ چیري چې هغه پلان جوړ کړ چې د تروریستانو سره وګوري.

کبیر اوس په افغانستان کې بندي دی. د دغې ډلې دري نور کسان چې یو یې د امریکا تابعیت لري او دوه نور یې په مکسیکو او فلیپین کې پیدا شوی دی او د امریکا استوګن دي د کلفرونیا په ایالت کې په بند کې دي.

که چیري په دوی دغه تورونه ثابت شي نو هر یو یې د ۱۵ کلنو لپاره په بند محکومیدای شي.
XS
SM
MD
LG