د فیسبوک پلان لري چې د کاروونکو د څېرو، احساساتو او رواني حالاتو د پېژندنې او تشخیص لپاره یو نوی سافټویر کارونې ته وړاندې کړي.
دا سافټویر به د دې وړتیا ولري چې د ناروغانو احساسات وڅاري، په یوې عمومي غونډې کې د ویناوالو خبرو ته د خلکو غبرګون وارزوي او همدغه راز کنګس او لار ورکي موټروانان هم ومومي.
اسوشیټډ پرس وايي د فیسبوک"د څېرې پېژندنې" دغه نوې تکنالوژي د پتسبرګ د ملیون کارنیګي له پوهنتون څخه پېرېدلې ده، خو د قیمت په اړه یې څه نه دي ویلي.
دغه نوی سافټویر به د فیسبوک کاروونکو ته دا زمینه هم برابره کړي چې د خاصې جلوې ( ویژول افیکټ) په مرسته په خپلو ویډیوګانو او تصویرونو کې خپل احساسات څرګند کړي، کټ مټ د سنپچټ د سافټویر په څېر چې یو تصویر په کې په څو بڼو بدلیدلی شي.
دغه تکنالوژي به د فیسبوک کارکوونکو ته یو بل ځانګړی فلټر هم برابر کړي چې د سلفي پر مهال یې وکاروي تر څو د سلفي اخیستونکو د حرکاتو سره سمدا فلټر هم بدل شي.
د فیسبوک د شرکت د شمیرو له مخې په ټولې نړۍ کې دا مهال شاوخوا ۱.۸میلیارد خلک فیسبوک کاروي.