د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک مشر وايي په انتخاباتو کې یې لاسوهنه نده کړې


د امریکا د انتخاباتو په ورځ پر فیسبوک ناسم او غلط معلومات خپاره شوي دي
د امریکا د انتخاباتو په ورځ پر فیسبوک ناسم او غلط معلومات خپاره شوي دي

د فیسبوک د شرکت مشر مارک زاکربرګ دا خبره "لیونتوب" بولي چې ګواکي فیسبوک د متحدو ایالتونو د انتخاباتو پر پایلو د پام وړ اغیز درلود.

د پیو د تحقیقاتي مرکز د سروې له مخې په هرو لسو امریکایانو کې شپږ اوس هم په دې باور دي چې دوی د انتخاباتو اړوند خبرونه له ټولنیزو رسنیو ترلاسه کول، چې د فیسبوک ونډه په کې زیاته وه.

سره له دې چې د انتخاباتو اړوند راپورونه سي ان ان او نورو مطبوعاتو خپرول، خو د اسوشیټډ پرس د راپور په اساس پر فیسبوک ناسم او غلط معلومات خپاره شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو باندې ناسم معلومات یوازې د دې لپاره خپرېدل چې خلک یې ډېر خوښ کړي او اړوندې پاڼې ډېر لایکونه واخلي او ډېر مینوال پیدا کړي.

د بېلکې په ډول دا خبر "د فدرال د تحقیاتي ادارې هغه اجنټ چې د هیلرې کلنټن د ایمیلونو په افشا کولو تورن و، په خپلې ودانۍ کې مړ موندل شوی...ښایي ځان یې وژلی وي"چې د ډینویر ګارډین په نامه یوې جعلي ویپاڼې خپور کړ او د انتخاباتو په ورځو کې زرګونو کسانو پر فیسبوک شریک کړ.

داسې ښکاري چې شاید دا ډول خبرونو ډېر خلک د یو او بل کاندید پر ضد او یا بر عکس کړي وي. پر فیسبوک د دا ډول خبرونو خپرول داسې دي چې د یو شرکت تجارتي اعلان خپور شي او خلک یې تولیدات خوښ کړي.

خو د فیسبوک مشر زاکربرګ وايي چې د ولسمشرۍ په ټاکلو کې اصلي پرېکړه رای ورکونکو کړې ده.

د فیسبوک پر اغیزو باندې د یوې مرکې پر مهال لیکوال، ډیویډ کرک پیټرک، وویل چې زاکربرګ ویلي دا خبره چې خلکو پر فیسبوک د غلطو معلوماتو له کبله رایې ورکړې، د دونلد ټرمپ د ملاتړو " نه درک کول " دي. هغه وویل "رای ورکوونکو د خپل ژوند د تجربو په اساس انتخاب کړی دی".

ښاغلي زاکربرګ وویل چې پر فیسبوک د هر ګوند ملاتړي او مخالفان شته او ښه خبره دا ده چې کومه موضوع دې نه خوښیږي مه یې ګوره. د فیسبوک اداره دا خبره نه مني چې ګنې یوه مطبوعاتي او هم یوه چاپې اداره ده او یا هم دواړه دي، بلکې د فیسبوک شعار دا دی چې نړۍ سره نژدې او ازاده فضا جوړه کړي.

په نړۍ کې میلیونونه انسانان فیسبوک کاروي، چې هیلري کلنټن او دونلد ټرمپ هم په کې خپلې پاڼې لري.

XS
SM
MD
LG