د لاس رسي وړ اتصالات

په فیسبوک کې د معلوماتو خزانه د چا ملکیت دی؟


د امریکا د متحدو ایالاتو کانگرس د فیسبوک اجرائیه رئیس مارک زوکربرگ یوې استماعیه غونډې ته وربللی دی چې له هغه څخه د فیسبوک په اړه د اندیښنو سپیناوی وغواړي.

په متحده ایالاتو کې د ټولنیزو رسنیو په خدماتو او د کارونکو د معلوماتو د خوندي توب په اړه جدي اندیښنې مطرحه شوي. په تلویزیونو کې د ماشومانو دپاره بی ضرورته اعلانونه، په یوټیوب کې د کم عمره ماشومانو دپاره ناسمې ویدیوګانې او په اجتماعي شبکو کې د کارونکو د خصوصي معلوماتو د رسوایي په اړه پوښتنې کیږي.

د فسبوک اجراېیوي مشر مارک زکربرګ، د (سه شنبې اپریل۱۰ او چهارشنبې اپریل۱۱) د سنا مجلس عدلیي کمیټې او د استازو جرګه ګۍ ته د استجوابیه غونډې مخکې، د دوشنبې په ورځ (اپریل۹) د کانګرس د یو شمیر غړو سره پټه لیدنه کړې. د فسبوک د رئیس نه به د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې لخوا د دی ټولنیزې رسنۍ په استعمال هم پوښتنې وشي.

مارک زکربرګ د کانګرس جدي پوښتنو سره مخامخیږي.
مارک زکربرګ د کانګرس جدي پوښتنو سره مخامخیږي.

د سنامجلس د سوداګرۍ د کمیټې جګپوړی دیموکرات بیل نیلسن پدې باور دی چې د فسبوک اجرایې رئیس مارک زکربرګ د کانګرس استحوابیه غونډه جدي نیسي ځکه زکربرګ پوهیږي چې پدې ارتباط خلک ډېر جدي دي.

سناتور نیلسن وویل زکربرګ ته يي وویل چې څه باید وشي ترڅو په راتلونکې کې لدې ټولنیزې رسنۍ کار واخستل شي. او دا يي هم ورته ویلي چې د ولادمیرپوتین په څير مخالفین امریکا په پوځي لحاظ نشي ماتولی، خو په سایبري ډګر کې تر امریکا مخکې دي.

دوه اونۍ وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې د کامبریج انالیتیکا په نوم د ډاټا یا معلوماتو یوه شرکت د فیسبوک د اوه اتیا میلیونه کاروونکو معلومات د ولسمشر ټرمپ د کمپاین د ستراتیژي په جوړولو کې استعمال کړې وه.

فسبوک وایی د ۸۷ ملیونو کارونکو معلومات یو سیاسي مشورتي شرکت اخستي.
فسبوک وایی د ۸۷ ملیونو کارونکو معلومات یو سیاسي مشورتي شرکت اخستي.

فیسبوک د جوړېدو راپدیخوا یعني په خپل ژوند کې هیڅکله د دومره جدي پوښتنو سره نه وه مخامخ شوی او د رئیس په شمول د شرکت اداري او تخنیکي څانگې یې خلکو ته د قناعت ورکولو هڅه کوي.

پخپله ښاغلي زوکربرگ د فیسبوک سهوه منلې ده، او له خلکو څخه یې بخښنه غوښتي ده، خو اساسي پوښتنې پر ځای پاتې دي او اټکل کیږي چې د کانگرس په استماعیه غونډه کې به له مارک زوکربرگ څخه وشي.

اساسي پوښتنې

فیسبوک څو کاله وړاندې هم د خلکو د معلوماتو د خوندې کولو ژمنه کړې وه. اوس به پوښتنه دا وي چې ایا زوکربرگ یې په عملي کولو کې ناکامه شوی، او که د فیسبوک تجارتي موډل داسې دی چې د خلکو معلومات نه شي خوندې کیدای؟

زوکربرگ د فیسبوک د څه کم شپیته سلنه اسهامو مالک دی. هغه د شرکت رئیس او اجرائیه رئیس دواړه دی او که پخپله ونغواړې بل څوک یې له دندې نه شي لېرې کولی.

په فیسبوک کې د خلکو د معلوماتو مالک څوک دی؟ خلک او که د فیسبوک شرکت؟ که یې خلک مالکان وي، خلک ولې واک نلرې چې پر خپلو پاڼو د تجارتي اعلانونو نشریدل بند کړي؟

د یادونې وړ ده چې فیسبوک د هر چا هر یو لایک، انلایک، تبصره، انځور، ویډیو او مسیجونه د هغه شخص په ډاټا کې ساتي، او هر وخت یې په خپله خوښه استعمالولی شي.

تر ټولو سخته پوښتنه، هغه پخوانی اساسي پوښتنه ده چې د خلکو معلوماتي کڅوړي د چا ملکیت دي؛ خلک که فیسبوک؟

مارک زوکربرگ کیدای شي ددې پوښتنې نوی ځواب موندلی وي او د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو یې د کانگرس غړو ته ووایي.

XS
SM
MD
LG