د لاس رسي وړ اتصالات

د اف بي آی له سرور څخه زرګونه جعلي ایمیلونه شوي


لا معلومه نه ده چې دا کار څنګه شوی دی
لا معلومه نه ده چې دا کار څنګه شوی دی

د امریکا د فدرال پولیسو اداره وايي چې د دوی له یو خوندي سرور څخه زرګونه جعلي برېښنالیکونه، چې د انټرنټي بریدونو خبرداری یې ورکاوه، استول شوي دي.

اف بي آی د «اسپم‌هوس» د خپلواک امنیتي ګروپ هغه راپور تائید کړی چې وایي تېره ورځ نومبر ۱۳ (لړم۲۲) د قانون د پلي کوونکو د تصدۍ له «پورتل» څخه دا ایمیلونه استول شوي دي.

ځینې بریښنالیکونه د کورني امنیت د انټرنټي ګواښ د کشف د څانګې له ادرسه د "عاجل: په سیستمونو کې د ګواښ عامل" تر عنوان لاندې استول شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د «اسپم‌هوس» سازمان په حواله لیکلي دي چې په برېښنالیکونو کې د یو انټرنټي برید د احتمال خبرداری ورکړل شوی دی.

د راپور په اساس د دغو یو شمېر برېښنالیکونو ترلاسه کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د یوې نامعلومې شوکمارې انټرنټي ډلې د «پیچلي برید» هدف دي.

د امریکا د فدرال پولیسو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د «دغې موضوع له کشف» سملاسې وروسته هغه وسائیل چې اغیزمن شوي وو، له سیستم څخه اېستل شوي دي.

په اعلامیې کې ویل شوي دي چې دا «وضعیت لا هم روان دی» خو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

لا معلومه نه ده چې د امریکا د حکومت له دغه رسمي‌ ادرس څخه څومره دا ډول برېښنالیکونه استول شوي دي.

دا هم معلومه نه ده چې کوم کس چې دغه سیستم ته یې لاسرسی درلوده دا کار کړی او که بهرنیو هکران سیستم ته ننوتلي دي.

XS
SM
MD
LG